اجتماعی

د بشری حقونو نړیوالې اعلامیې سره د اسلام د بشری حقونو پرتله کول

د نننۍ ټولنې يوه جدي مسئله د بشري حقونو مسئله ده، چې معاصره نړۍ په ځانګړې توګه د بشري حقونو دروغجن دعوه کوونکي، سيال هېوادونه ځينې اسلامي ټولنې په نښه کوي او د دې ادعا په مطرح کولو سره د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو تورنوي. د بشري حقونو بنسټونه، اصول او اساسات د اسلام د سپيڅلي دين له لوړو لارښوونو څخه اخيستل شوي دي، په همدې اساس په دې لنډه لیکنه کې د بشري حقونو له نړيوالې اعلاميې سره د اسلام د بشري حقونو د علمي پرتله کولو په اړه بحث کوو، ترڅو حقايق څرګند شي.

پوهنیار سمونمل سیدرفیق حکیمی
سریزه
د نننۍ ټولنې يوه جدي مسئله د بشري حقونو مسئله ده، چې معاصره نړۍ په ځانګړې توګه د بشري حقونو دروغجن دعوه کوونکي، سيال هېوادونه ځينې اسلامي ټولنې په نښه کوي او د دې ادعا په مطرح کولو سره د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو تورنوي. د بشري حقونو بنسټونه، اصول او اساسات د اسلام د سپيڅلي دين له لوړو لارښوونو څخه اخيستل شوي دي، په همدې اساس په دې لنډه لیکنه کې د بشري حقونو له نړيوالې اعلاميې سره د اسلام د بشري حقونو د علمي پرتله کولو په اړه بحث کوو، ترڅو حقايق څرګند شي.
د اسلامي بشري حقونو او د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې ترمنځ توپير
لکه څنګه چې د اسلام سپېڅلي دين د خداي تعالي په نزد تر ټولو سپېڅلي دين دي، په هغه کې وضع شوي حقوق هم تر ټولو غوره حقوق دي، له همدې امله د اسلامي بشري حقونو او د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې تر منځ توپير شتون لري چې بحث او څېړنه يي اړينه ده، په لاندې توګه دا توپيرونه د څيړنې لاندې نيسو:
۱- د سرچېنې او مصدر له نظره:
د بشر د حقوقو سرچينه او مصدر د بشري حقونو نړيواله اعلامیه او ميثاقونه دي، چې انسانانو وضع کړي دي او له نيمګړتياوو او تېروتنو ډکې دي، ځکه که يو شي ته پکې پام شوي وي، بل ته په کې په سمه توګه پام نه دي شوي او انسانانو اکثراً د خپلو نفسي خواهشاتو تابع کړي ده، او يا يې که حق بيان کړي هم وي خو پيروي يې نه کوي، ځکه زنا، شراب، قمار او نورو منکراتو ته اجازه ورکول هغه ګناهونه دي چې په انساني ټولنه کې نه جبرانوونکي زيانونه رسوي او دوي دې اعمالو ته اجازه ورکړي ده.
خو په اسلامي نظام کې د بشري حقونو سرچينه د خداى (جل جلا له) کتاب او د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم) سنت دي ، چې دا د الهي احکامو او قوانينو مصدر او سرچېنې دي چې په هغه کې هيڅ ډول نيمګړتيا، خلل، نقصان او تنګ نظري نشته، ځکه چې دا قوانين اومقررات متوازن دي او د فرد او ټولنې ټولې ګټې په کې په نظر نیول شوي دي:
۲- د تاريخي مخينه له نظره:
د لومړي ځل لپاره د بشر د حقوقو اعلاميې د مګناکارتا په نوم د انګلستان د پاچاه له خوا په ديارلسمه پيړۍ په (۱۲۱۵م) کال کې صادره شوه، په داسې حال کې چې اسلامي نظام د افرادو د حقونو د ساتنې او رعايت ضمانت (۱۵) پيړي دمخه کړي دي او هغې کې يي ټول حقوق لکه مدني او سياسي حقوق، ټولنيز، نظامي، اقتصادي او کلتوري حقوق په واضح ډول بيان کړي دي.
په حقيقت کې ټول قرآني آياتونه او نبوي احاديث هغه ميثاقونه، قوانين او مقررات دي چې د بشري حقونو تضمين او درناوي کوي، په ځانګړې توګه د رسول الله صلي الله عليه وسلم وروستۍ خطبه ( حجت الوداع) چې د هغې په ترڅ کې يې د بشري حقونو د ساتنې او درناوي وينا کړې وه، ترټولو مهم او خورا مشهوره وینا ده.
۳- د اجبار او الزام له نظره:
هغه ميثاقونه، اعلاميې او سپارښتنې چې انسانان يې د ملګرو ملتونو لخوا وړاندې کوي او يا يې صادروي، پرته له يواعلان او بيانيې بل څه ندي او پکې اجبار، الزام او مکلفيت شتون نلري، او د هغې د سرغړونې لپاره هيڅ ډول سزا نه ده وړاندي شوي.
خو په اسلامي نظام کې هغه اصول، احکام او مقررات چې د بشر د حقوقو په اړه وضع شوي دي، ابدي، لازمي، اجباري او ثابت دي او هيڅکله نه وېشل کېږي او تعديل، تغیير او لغوه کېداي نه شي او د ټولو اتباع او پيروانو لپاره يو شان تطبيق کېږي، ټول خلک بايد له هغي اطاعت وکړي او که څوک خلاف ورزي ورڅخه وکړي د اجرائيه قوه له خوا د هغي په تطبيق مجبوريږي او يا د شرعي قانون په اساس مجازات کېږي.
۴- د تضمين او حمايت له نظره:
کله چې نړيوالو ميثاقونو او اعلامیو ته ځیر شو، دا اعلامېي او قطعنامې ټولې د کاغذ پر مخ دي او يو ډول لوبه ده، ځکه چې طرح کوونکي او وضع کوونکي یې يوازې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره داسې ميثاقونه صادروي او خپلو موخو ته لاره هواروي، نه د بشري حقونو درناوي او د مظلومو د ساتنې لپاره، حتي که ددي اعلامو زيان افرادو او ټولنې ته هم وي. خو اسلامي نظام په جدي توګه د بشري حقونو ملاتړ او تضمين کوي ځکه:
الف: د اسلام له نظره بشري حقونه يو سپيڅلي حق دي چې عزت او احترام لري، دا د الله تعالي يوه ډالۍ ده چې مخلوقاتو ته يې ورکوي، نو هيڅ ځواک ترې سرغړونه نه شي کولاي..
ب: دبشر حقونو ته احترام او درناوي د مومن بنده له زړه او د خداي له احکامو سرچشمه اخلي.
ج: د اسلامي نظام له نظره د بشري حقونو لغوه کول، تغيير، تبديل او تعديل ممکن نه دي.
ح: د اسلامي نظام له نظره بشري حقونه له افراط او تفريط څخه پاک دي.
د: د شرعي احکامو پلي کول، د مجرمينو لپاره د حد او قصاص وضع کول او پلي کول د اسلامي نظام له نظره د بشري حقونو د ساتنې او حفاظت له مهمو وسيلو څخه دي.
و: د عدالت پلي کول، دا هغه اصل دي چې خداي (جل جلا له) او د هغه رسول په قرآن او نبوي احاديثو کې پرې ټينګار کړي دي.
۵- د جامعيت له نظره
د اسلامي نظام له نظره بشري حقونه د ټول شموله او جامعيت له نظره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړيوالو ميثاقونو او اعلاميو څخه په بشپړه توګه توپير لري، ځکه چې بشري حقونه د اسلامي نظام له نظره جامع، شامل او د هر ډول حقوقو په کې شامل دي او دا حقوق په لاندې مواردو کې ارزول کېدي شي:
الف: د يتيمانو حقونه: د بشر د حقوقو په نړيواله اعلاميه او میثاقونو کې ملګرو ملتونو يوازې د ماشوم د حقونو د رعايت يادونه کړې او د يتيمانو د حقونو په اړه يې څه نه دي ويلي، په داسې حال کې چې اسلامي نظام د يتيمانو پر حقونو ټينګار کړي دي. حتي د دی حقوقو رعايت کوونکې يې د اجر او ثواب مستحق ګڼلې دي.
ب: د ضعيفانو(ليونيو) حق: اسلامي نظام د دې ډول خلکو د حقونو ملاتړ کوي او د دوي د زيان او بربادۍ مخه نيسي او خپلو پيروانو ته دوي سره د ښه چلند امر کوي لکه څنګه چې الله تعالي فرمايي: (ولا تؤتوا السفهاء أموالکم التي جعل الله لکم قياماً وارزقوهم فيها واکسوهم وقولوا لهم قولاً معروفا) او مه خورۍ د ليونيانو مالونه او د خپلو مالو څخه هغوي ته خوراک او پوشاک برابر کړۍ او هغوي سره په نيکو الفاظو خبرې وکړۍ.
ج- د ميراث حق: دا حق داسې حق دي چې ټولو اعلاميو او ميثاقونو چې د انسانانو له خوا وضع شوي دي له پامه غورځول شوي دي او په هغې کې غفلت شوي، په داسې حال کې چې اسلامي نظام دا حق په غوره توګه منلي او د جاهليت د دورې ټول قوانين او رواجونه يې لغوه کړل چې دا حق يې له پامه غورځولي وو، په ځانګړې توګه د ښځو د ميراث حق، پر دې يې ټينګار وکړ چې نارينه او ښځينه د اسلامي شريعت له احکامو سره سم د ميراث حق لري.
ح- د ځان د دفاع حق: دا حق يو له هغو حقوقو څخه دي چې نړيوالو ميثاقونو او د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې ورته هيڅ پام نه دي شوي. په داسې حال کې چې اسلامي نظام دا د بشر له مهمو حقوقو څخه ګڼلې دي، ځکه چې په دې حق سره انسان کولاي شي د قرآن او نبوي احاديثو د احکامو او لارښوونو سره سم د خپل ژوند، مال، عزت او ناموس څخه دفاع وکړي.
د- د عفو او بخشش حق: اسلام د رحمت او مهربانۍ، د ځان د قربانۍ، عفو او بخشش، د خير او نيکۍ دين دي او دښمن ته په تسليمېدو سره هېڅکله ذلت او بې عزتي نه مني. اما د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې له مخې د حقونو دغه اړخ له پامه غورځول شوي او ورته هيڅ پام نه دي شوي. خو اسلامي منابعو په دې خبره تأکيد کړي، نو له دې ټولو څخه چې يادونه وشوه، پايله دا ده چې په نړيوالو ميثاقونو او اعلاميو کې بشري حقونه له سپارښتنو او حکمونو پرته بل څه نه دي. خو په اسلامي نظام کې دا د هر مسلمان وجيبه ده چې اسلامي دولت خپلو دندو او مکلفيتونو ته متوجه کړي.
ماخذونه:
۱- غزالي استاد محمد، د بشر د حقونو د نړيوالي اعلاميې پرتله کول د انسان د حقونو د بيانې سره، د مستقبل انتشارات.
۲- متقي سيد ابو بکر، د بشر حقونو مؤسسه دالازهر انتشارات کال 1394.
۳- په ( ۱۹۴۸) کال. د بشر د حقونو نړيواله اعلاميه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *