تبصره

په افغانستان کې دسيمې هېوادو پانګونه اقتصادی پياوړتیا رامنځ ته کوي

د راخپاره شويو رپوټونو له مخي دسيمي هېوادونو دسياسي،اقتصادي او اجتماعي کړو وړو په هکله يوځل بيا دتيرپه څير غونده د ازبکستان په سمرقند ښارکې جوړه کړي وه. دغونډي پرمهال دسيمي دهېوادونو ترمنځ د راکړي ورکړي او دهېوادونو ترمنځ د اړيکو دپراختيا او امنيتي مسايلو په هکله خبري کړي.

متین
د راخپاره شويو رپوټونو له مخي دسيمي هېوادونو دسياسي،اقتصادي او اجتماعي کړو وړو په هکله يوځل بيا دتيرپه څير غونده د ازبکستان په سمرقند ښارکې جوړه کړي وه. دغونډي پرمهال دسيمي دهېوادونو ترمنځ د راکړي ورکړي او دهېوادونو ترمنځ د اړيکو دپراختيا او امنيتي مسايلو په هکله خبري کړي.
دغه غونډي ته د اسلامي امارت دبهرنيو چارو وزير مولوی اميرخان متقی هم وربلل شوي و چې د اسلامي امارت له پاره ښه فرصت ګڼل کيږي. د اسلامي امارت دبهرنيو چارو وزير دغونډي ګډونوال وهڅول چې (د افغانستان په تړاو دسيمي دهېوادونو سياستونه بايد منفي تبليغاتو او مخالفو قدرتونو تر اغيز لاندي رانه شي بلکي دخپلو ملي ګټو او دسيمي د امنيت، ثبات او اقتصادي اتصال له زاويې افغانستان ته وکتل شي.)
دا په داسي حال کې ده چې دسيمي هېوادونه لااوس هم دهغو هېوادو لار تعقيبوي چې خپلي ناوړه موخي په افغانستان کې له دپلميزو لارو ټوي.
غوره به وي چې دسيمي هېوادونه دسيمي دګټو دخونديتوب له پاره د اسلامي امارت سره د اړيکو په پيوند غور وکړي. ترڅو په سيمه کې دهېوادونود انديښنو دله منځه وړلو له پاره په ګډه ګام پورته شي.
دسيمي دهېوادو غونډو چې خپل منځي نيمګړتياوي او لومړيتوبونه ترغور لاندي نيولي بايد د امنيت دخونديتوب په هکله د اسلامي امارت لاس ته راوړني له پآمه ونه غورځوي ځکه اسلامي امارت توانيدلي چې په هېواد کې دننه اوله هېواده بهر امنيتي ثبات رامنځ ته کړي او هيڅ وسله والي ډلي ته چې امنيتي ګواښوني رامنځ ته کوي اجازه نه ورکوي چې دسيمی امنيت دګواښ او انديښنو سره مخامخ کړی ویلی شو چې تر دي دمه هيڅ ډله نه ده توانيدلي چې دسيمي هېوادونو ته ګواښ ورپيښ کړي له همدي کبله ويلي شو چې دسيمي هېوادونه دي د آزادو او خپلواکو هېوادو په توګه پريکړي بي پري او دلاس وهونکوهېوادو په څير دي د افغانستان په وړاندي دفشار وسايل نه رامنځ ته کوي اسلامي امارت دسوله ييز دريځ له مخي هڅه کړي چې په نړيواله کچه دهيچاپه کورنيو چاروکې لاس وهنه ونه کړي او هيڅ وخت يې ددي خبري وړانديز او ټينګار نه دي کړي چې ديوه آزاد او خپلواک هېواد له پاره په فرمايشي توګه دواکمني او يا دحکومت د تشکيلاتي جوړښټ په هکله وړانديز وکړي. خو ځيني هېوادونه دخپلو ګټو دخويتوب او يا د استخباراتي کړنو دترلاسه کولو په خاطر په اسلامي امارت ډول ډول فشارونه او بنديزونه لګوي ترڅو خپل ګوډاګيان په واکمني کې وويني چې دي چاري ته رسيدل د افغانستان په کورنيو چارو کې دلاس وهني څخه بل څه نه ګڼل کيږي. که د سيمي او نړۍ هېوادونه په خپلو دريځونو کې بدلون رانه ولي او خپلو فرمايشونو ته دوام ورکړي را پيدا شوي بي باوري به شتون ولري او د انديښنو کچه په زياته شي. له همدي وجهي ټينګار پردي دي چې دسيمي دثبات او مناسب اتصال له پاره ژورفکروشي او هغه خڼډونه چې د اسلامي امارت دپرمختګ په وړاندي را پيدا کيږي له منځه ولاړشي. اسلامي امارت ديوه واقعيت په توګه ددي توان لري چې ويجاړ شوي اقتصاد بيا را جوړ او په ځان بسيا له پاره کوټلي ګامونه واخلي.
ښه به وي چې دسيمي هېوادونه په اوس وخت کې د امنيت د رامنځ ته کيدو له امله په افغانستان کې دپانګوني په عملي لارو چاروغور وګړی او دغوڼډو پرمهال پريکړي دمتقابلو ګټو سره سمون ولري ترڅو دسيمي دهېوادو په اقتصادي پياوړتيا کې نوي خوځښت چې دلاس ته راوړنو به ډک وي رامنځ ته شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *