افغانستان

ترکي موسيسې (تيکا ) د بډمنټون له ملي فدراسيون سره مرسته وکړه

د ترکيې تيکا موسيسې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست اړوند له بډمنټون فدراسيون او د دغه فدراسيون له ۹۰ ورزشکارانو سره د سپورټي وسايلو مرسته وکړه.

د ترکيې تيکا موسيسې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست اړوند له بډمنټون فدراسيون او د دغه فدراسيون له ۹۰ ورزشکارانو سره د سپورټي وسايلو مرسته وکړه.
په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست معاون حافظ احمد جان، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د بډمنټون فدراسیون رئیس ارشاد الحق صدیقي ،د مسابقاتو دایرولو آمر عزیز الرحمن ملنګ، په افغانستان کې د ترکيې د سفير معاون امره مناو، د تیکا موسيسې رئيس فضل اکين اردوغان، د يونس امره انستیتوت رئيس حسين ګنګور، د بډمنټون فدراسيون ورزشکارانو او يو شمېر تماشه چیانو ګډون کړی و.
د بډمنټون ملي فدراسيون رييس ارشاد الحق صدیقي د تيکا موسيسې د مرستو هرکلی وکړ او په ياده برخه کې يې د لا نورو همکاريو غوښتنه وکړه.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست د نشراتو ريیس او ویاند اتل مشواڼي وويل،چې د المپيک ملي کمېټه او سپورټ عمومي رياست هڅه کوي، چې د‌ ورزش هغو برخو ته پاملرنه وکړي.
په افغانستان کې د‌ ترکيې تيکا موسيسې رييس فضل اکين اردوغان په افغانستان کې د نوې پروژې د پيل خبر ورکړ او زياته يې کړه: موږ د ځوانانو د‌ سپورټ د ودې لپاره مرستې کوو، موږ له بډمنټون فدراسيون سره پر نړيوالو معيارونو جوړ د يادو سياليو د فرشونو، جالونو، اړوندو ورزشي وسايلو او د‌ پايلوبې د نشر په پار د لوی سکرين مرسته کړې دي.
په افغانستان کې د ترکيې د سفير معاون امره مناو د نورو مرستو ژمنه وکړه.
په پای کې د بدمنتون د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ تمريناتي سيالۍ هم وشوې او د‌ تيکا موسيسې له لوري دغو لوبغاړو ته د ورزشي وسايلو کېټونه ورکړل شول.
دا په‌ داسې حال کې ده، چې د روان کال د مۍ مياشتې په اوومه نېټه به د بډمنټون د‌ غوراوي سيالۍ هم پيل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *