سیاسی

له نامسوولو کسانو څخه د دولتي وسلو او نظامي موټرو راټولولو هرکلی کوو

څو ورځې کېږي، چې په پلازمېنه کابل او نورو ولايتونو کې د اړوندو ارګانونو له خوا له نامسوولو کسانو د پوځي موټرو راټولولو کمپايل پيل شوی دی. ولس د دغه کمپاين د زړه له تله هرکلی کوي او هيلې دا دي، چې دغه کمپاين په بشړه توګه پلی کړل شي، ځکه پوځي موټر او وسايط بايد يوازې او اويوازې د پوځيانو له خوا وکارول شي او بس، چې د پوځي او ملکي کس توپير وشي!

حمزه
څو ورځې کېږي، چې په پلازمېنه کابل او نورو ولايتونو کې د اړوندو ارګانونو له خوا له نامسوولو کسانو د پوځي موټرو راټولولو کمپايل پيل شوی دی. ولس د دغه کمپاين د زړه له تله هرکلی کوي او هيلې دا دي، چې دغه کمپاين په بشړه توګه پلی کړل شي، ځکه پوځي موټر او وسايط بايد يوازې او اويوازې د پوځيانو له خوا وکارول شي او بس، چې د پوځي او ملکي کس توپير وشي!
د ملي دفاع وزارت هم اعلام کړی، چې تر اوسه يې په سلګونه نظامي موټر له نا مسوولو کسانو راټول کړي دي. د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وېیلي، چې تر اوسه په څو ولایتونو کې له نامسوولو کسانو نه سلګونه موټر راټول کړای شوي دي.
ښاغلي خوارزمي زیاته کړه:«دا یو بهیر دی چې دوام لري او موده مخکې موږ په هرات کې هم، په لوېدیځې حوزه کې د ۲۰۷ قول اردو یو ډېر شمېر دا ډول وسایط رنجر او نور چې له نامسوولو کسانو سره وو یا په ویجاړو ځایونو کې لوېدلي وو راټول کړي او دا بهیر دوام لري.»
بل خوا، د دفاع وزارت ویاند وایي، چې له نامسوولو کسانو نه د وسلو د راټولولو بهیر هم پېل شوی دی.
د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ووېیل:«له نامسوولو کسانو او اشخاصو څخه وسلې هم راټولې کړل شوې دي. څو ورځې مخکې په د خالد ۲۰۱ قول اردو کې، په لغمان او ننګرهار کې ۱۰۰ تر ۲۰۰ میله وسلې راټولې کړل شوې وې او اړوند کمېسیون ته سپارل شوي دي.»
په افغانستان غوندې هېواد کې له نامسوولو کسانو د پوځي موټرو او وسلو راټولولو د زړه له تله هرکلی کوو، ولس په دغه بهير باندې سخت خوشحاله دی او تر اوسه چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د نامسوولو کسانو له خوا پوځي موټر کارول شوي او يا هم وسلې له وسله تونونو ايستل شوې، د سترې اندېښنې وړ دي. کله چې د اسلامي امارت مجاهدين د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول او بهرني ځواکونونه له افغانستانه ووتل، نو پوځي وسله تونونه را و ايستل شول چې په دې ترڅ کې ډېره وسله بهر ته قاچاق او يا هم وپلورل شوه، همدا رنګه پوځي او دولتي موټر نږدې ټول پر حرکت راغلل، چې ډېر يې له عوارضو سره مخ شول او همدا رنګه ډېر نور يې په ترافيکي پېښو کې خراب شول. دغه راز حالت په ريښتيا چې زړه بوګنوونکی دی، ځکه افغانستان ته له بهرنيوو ځواکونو پرمختللي پوځي وسایط او وسلې پاتې شوې، چې بايد يو پوځي موټر او يا وسله هم د نامسوولو کسانو له خوا نه وای کارول شوي، خو اوس هم وخت نه دی تېر،په ټوله کې له نامسوولو کسانو د پوځي وسایطو او وسلو د راټوللو هرکلی کېږي او د نظامي موټرو او دولتي وسلو راټولول د جنایي جرمونو د کمېدو سبب ګرځي!
دا نه يوازې د ملي دفاع وزارت او نورو اړوندو ارګانونو ستر او ځنډ نه منونکی مسوولیت دی، بلکې د ولس لویه غوښتنه هم دا ده چې دغه چاره په ښه او بشړه توګه عملي کړل شي. ولس هيله لري، چې نظامي موټر او د ځواکونو وسلې وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا د ۷ مېلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي. د اسلامي امارت چارواکي هم بايد د دغه رپوټ ارزونه وکړي.
په هر حال، نن د نړۍ ټول هېوادونه د خپل ځان د امنيت او ثبات ساتلو او يا هم له بهره د هر يرغل د دفاع لپاره اړينو وسلو او تجهيزاتو ته اړتيا لري، سره له دې، چې د نړۍ پرمختتلي او بډای هېوادونه په تخنيکي برخه کې پرمختللي پوځي وسايل لري او د لايزر پر وسلو يې خپل دفاعي او امنيتي ځواکونه سمبال دي، خو د افغانانو لپاره په اوس وخت کې له بهرنيوو پوځيانو را پاتې دا وسلې او تجهيزات هم په سيمه ييزه کچه بې جوړې دي، آن تر دې چې د پخواني پرځېدلي جمهوريت پوځيان پر لايزري وسلو سمبال وو او دا لايزري وسلې اسلامي امارت ته پاتې دي، نو اړينه ده، چې دا وسلو او پوځي تجهيزاتو کلکه ساتنه وشي او پوځي وسايل او وسلې بايد خوندي کړل شي.
بل لوری د کورنيوو چارو وزرات له خوا په هېواد کې د ترورو ښيښو موټرو د پاکولو کمپايل هم پيل شوی دی، دغه کمپاين لومړی په ولايتونو کې پيل شو او اوس په پلازمېنه کابل کې پيل شوی دی.
د کورنيوو چارو وزارت وېيلي، چې تورې ښيښې موټر بايد قانوني سند ولري، له دې پرته د فعاليت اجازه ورته نشته او د موټرو تورې ښيښې به پاکې کړل شي.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ وېيلي: «د کابل امنيه قوماندانۍ له خوا ټولو امنيتي ارګانونو ، د حوزو آمرينو او امنيتي دروازو ته خبر ورکړل شوی، چې له اسنادو پرته تورو ښيښو موټرو ته د تګ اجازه ورنه کړي او ښيښې يې بايد پاکې کړل شي.» د کورنيوو چارو وزارت له خوا د دغه کمپاين د پيل هم د زړه له تله هرکلی کېږي، ولس دا د جرمونو د کمولو لپاره غوره لاره بولي، ځکه په تورو ښيښو موټرو کې څوک نه مالومېږي، چې څه کوي او څه په کې لېږدول کېږي!؟
دا د غلاوو د مخنيوي لپاره هم مهم ګام دی، چې اخيستل کېږي. د کابل امنيه قوماندانۍ هم دا تايدوي چې مجرمينو د تورو ښيښو موټرو په کارولو سره جنايي جرمونه کول او په دې برخه کې ډېرې دوسيې هم شته.
خو دلته د بې پلېټه موټرو ګرځېدا هم وضعيت تر پوښتنې لاندې راوستلی دی، د اسلامي امارت له اړوندو چارواکو هم د ولس ستره غوښتنه دا ده، چې د بې پلېټه موټرو مخنيوی هم وکړي!
دا موټر د (يوه کيلۍ) موټرو په نامه يادېږي، چې نوي دي، خو هېڅ قانوني اسناد نه لري!
دا موټر هم په ښارونو کې ډېر را وتلي دي، دا چې اسناد نه لري، نو قيمت يې هم لږ دی، نو هر چار تر لاسه کړي او بې قانونه توګه يې ګرځوي او آن کار پرې کوي.
د دغو بې اسنادو موټرو مخنيوی هم د اړوندو ارګانونو ځنډ نه منونکې دنده ده. دا د ولس ستره غوښتنه ده او د ښاري نظم او قانون پلي کولو لپاره بايد د دا ډولو موټرو مخنيوی وشي او يا هم د قانون په چوکاټ کې د اړتيا له مخې دغو راز موټرو ته اسناد ورکړل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *