افغانستان

کندهار کې تېر کال څه باندې ۳۴۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

په کندهار کې د احصائیې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې څه ‌باندې ۷۷ زره برېښنايي او څه ‌باندې ۲۶۳ زره کاغذي پېژندپاڼې وېشلي، چې له درکه یې څه ‌باندې ۳۸میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.

د دغه ولایت د احصائیې او معلوماتو رییس مفتي محمد خان عثماني وايي، چې په ورځني ډول د دې ریاست اړوند دفترونو ته له ۱۶۰۰ زیات غوښتونکي د اړوندو خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
عثماني زیاتوي، چې د یاد ولایت په مرکز او ۱۷ ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال او نږدې ۱۴۰۰ هېوادوالو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاح خدمتونه او څه باندې ۴۵۰ هېودوالو ته د زېږدنو د ثبت خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د نوموړي په وینا، په یاد ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي، چې هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي او په لومړۍ وېش څانګه کې د برېښنايي پېژندپاڼو اړوند له وېش وروسته خدمتونه (مثني تذکرې، د ودونو او طلاق ثبت، د زېږېدنو ثبت او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) هم فعال دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *