جهان

زلنسکي: د اوکراین د جګړې پای د نړۍ پرېکنده اقدام غواړي

د اوکراین ولسمشر وايي، که نړۍ قاطع اقدام وکړي نو جګړه ژر پای ته رسېدلی شي. ولودمیر زلنسکي په وروستۍ ویډیويي وینا کې ووېیل، دی باور لري چې پر اوکراین د روسیې یرغل تر هغه وخته چې ځینې یې اټکل کوي، ژر پای ته رسېدلی شي، خو په هغه صورت کې چې نړۍ چټک او قاطع اقدام وکړي.

د اوکراین ولسمشر وايي، که نړۍ قاطع اقدام وکړي نو جګړه ژر پای ته رسېدلی شي. ولودمیر زلنسکي په وروستۍ ویډیويي وینا کې ووېیل، دی باور لري چې پر اوکراین د روسیې یرغل تر هغه وخته چې ځینې یې اټکل کوي، ژر پای ته رسېدلی شي، خو په هغه صورت کې چې نړۍ چټک او قاطع اقدام وکړي. په داسې حال کې چې روسيه د ختیځ بخموت ښار د نیولو لپاره جګړو ته دوام ورکوي زلنسکي د اوکراین د مقاومت او نه تسلیمېدو دلایل بیان کړل.ده په دې دلایلو کې د اوکراین ویجاړ ښارونه او کلي، په نورو هېوادو کې د خلکو د ژوند د تباهۍ ګواښ او د سولې له خبرو د روسیې دوامداره تېښته یاد کړل.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *