
افغانستان
جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرسته اعلام کړې
جاپان په افغانستان کې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې له پروژو او د ښوونځیو له تاسیساتو سره د مرستې لپاره څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې.
جاپان په افغانستان کې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې له پروژو او د ښوونځیو له تاسیساتو سره د مرستې لپاره څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې.د افغانستان لپاره د جاپان سفارت وړمه ورځ پر ټویټر په بیان کې د دې مرستې خبر ورکړی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې له صندوق یونیسف څخه یې په دې چاره کې د ګډون په خاطر مننه کړې.
په همدې حال کې یونیسف په جلا ټویټ کې وېیلي چې د جاپان له مرستې څخه به ۱۸ میلیون ډالره د میندو او ماشومانو د اړتیا وړ واکسینونو او پاتې ۳،۶ میلیون ډالر به د افغانستان په ۲۰ دولتي ښوونځیو کې د شاوخوا لس زره زده کوونکو لپاره د اوبو او تشنابونو پر سیسټم ولګول شي.