سیاسی

دښمن له ناوړو هڅو څخه خپله  موخوته نه شي رسېدای

نوي نه ده چې د اسلامي امارت دښمنان د بيلابيلو لارو ستونزي زيږوي او هڅه کوي چې خپلي بدنامي څيري هېوادوالوته وروپيژني. پوهيږو چې د اسلامي امارت شتون په افغانستان کې نه شي زغملي ځکه د هغوي د ناولو ګټو او ستراتيژيکو  موخو د ترلاسه کولو له پاره ځاي ذګي نه دي پاتي نو له دي کبله هر هغه څه ته لاس وراچوي چې د اسلامي امارت له پاره ستونزي رامنځ ته کړي.

متين

نوي نه ده چې د اسلامي امارت دښمنان د بيلابيلو لارو ستونزي زيږوي او هڅه کوي چې خپلي بدنامي څيري هېوادوالوته وروپيژني. پوهيږو چې د اسلامي امارت شتون په افغانستان کې نه شي زغملي ځکه د هغوي د ناولو ګټو او ستراتيژيکو  موخو د ترلاسه کولو له پاره ځاي ذګي نه دي پاتي نو له دي کبله هر هغه څه ته لاس وراچوي چې د اسلامي امارت له پاره ستونزي رامنځ ته کړي. خو اسلامي امارت د هر لاس وهونکې په وړاندي غوڅ غبرګون ښايي او هيڅ وخت به په هېواد کې هغه چاته ددي اجازه ورنه کړي چې د نورو موخو د ترلاسه کولو په خاطر امنيتي ستونزي رامنځ ته کړي موږ وينو چې پردي پالي په يو لړ ناوړه او ستونزو زيږونکو هڅو بوخت دي خو اسلامي امارت هم د خپلو ويښو او ميړنيو مجاهدينو په وسيله هر ياغي او باغي ته مناسب ځواب ورکړي او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا رسيدلي دي. دا مهال چې د اسلامي امارت لاس ته راوړني او پرمختيايي چاري په چټکې سره رواني دي د هېواد دښمنان د هېوادوالو له پاره د انديښنو د راپيدا کولو له پاره يو لړ غلچکې بريدونه چې زموږ د بي ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلي لامل وګرځي په لاره اچوي. خو زموږ په هېواد مين هېوادوال چې د هېواد د دښمنانو څيري په ښه توګه پيژندلي د داسي ناوړه امنيتي هڅو په وړاندي کرکه څرګندوي. زياتوي چې هيڅ پردي پال خوځښت چې د نورو د ګټو د خونديتوب له پاره کار کوي نه شي کولي چې پر افغنانو خپلي موخي وتپي. اسلامي امارت چې په هېواد کې د تاريخ تر ټولو اوږده او خطرناکه جګړه پاي ته ورسوله او د نړي ايتلافي ځبرځواکونو ته يي ماتي ورکړه او د تل له پاره يي وروښوده چې په افغانستان کې هيڅ پردي پالي نه شي کولي پر افغانانو واکمني وکړي. ځکه افغانان په خپل هېواد او اسلامي ارزښتونو مین خلک دي د تاريخ په اوږدوکې يي هم مستعميراتي هڅي نه دي زغملي او اوس هم د هغو ډلو په وړاندي د اوسپنيز ديوال په توګه ولاړ دي چې زموږ د هېواد امنيتي وضعه ګډوډوي. نړيوال او په خاصه توګه هغه هېوادونه چې د اسلامي امارت په وړاندي په امنيتي دسيسو بوخت دي بايد وپوهيږي چې د اسلامي امارت د سرښندونکې ځواکونه به هر ډول توطيوته مناسب او پر وخت ځواب ووايې او د خپلو خلکو د امنيت د خونديتوب له پاره به کوټلي او عملي ګامونه پورته کړي. ليدل کېږي چې کله کله د ځينو هېوادو استازي د ډله ييزو رسنيو له لاري زموږ په هېواد کې د امنيتي غلچکېو بريدونو ته د لمن وهلو انديښني زياته وي. خو د اسلامی امارت مسئولين بيا دغه ډول هڅي مناسبي نه ګڼي ځکه په زيانو او پرمختللو هېوادو کې هم په ځينو وختونو کې غټي او وړي امنيتي پيښي رامنځ ته کېږي. زموږ هېواد چې د زياتو لاس وهنو سره مل هېواد دي بايد ومنل شي چې زموږ په هېواد کې د نورو هېوادو په پرتله د اسلامي امارت په راتګ سره سراسري امنيت رامنځ ته شوي او د هري ورځي په تيريدو سره ټينګښت مومي. هيله ده چې د ناوړه او لاس وهونکو تبيلغاتو پرځاي د امنيتي لاس ته راوړنو په هکله هم فکر وشي او بي ځايه زموږ هېوادوال انديښمن نه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *