افغانستان

ذبیح الله مجاهد بهرنۍ چارواکو ته: افغانستان کې د داعش ډله ستره مه ښیئ

د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې غړو د تعداد په اړه د یو شمېر امریکايي چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې وېیلي چې دغه ډله لویه ښودل کېږي او پدې اړه څرګندونې حقیقت نلري.

د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې غړو د تعداد په اړه د یو شمېر امریکايي چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې وېیلي چې دغه ډله لویه ښودل کېږي او پدې اړه څرګندونې حقیقت نلري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهدپر ټویټر لیکلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او شمېر یې پخوا ته په مراتبو کم شوی دی.

ښاغلي ذبیح الله لیکلي ، «د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي.»

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر مایکل کوریلا دوې اوونۍ مخکې وېیلي وو چې داعش ډله به تر شپږو میاشتو له افغانستان څخه بهر د امریکا متحده ایالاتو پر ګټو او نورو لوېدیځو هیوادونو د برید توان پیدا کړي.

جنرال کوریلا زیاته کړې وه چې داعش ډله د افغانستان له پلو څخه د خپلو جنګیالیو ایستلو ته نژدې شوې ده چې په خبره یې په اروپا او اسیا کې به د امریکا او لوېدیځو هیوادونو ګټې هدف وګرځوي.

تر دې مخکې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت  (CSTO) تړون هم ویلي و چې د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.

د روسیې ټاس خبري آژانس د دغه تړون د لوی درستیز ناتولي سدروف له قوله ویلي و چې د داعش ترهګرې ډلې ولایت خراسان – څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د د ده په خبره د تاجیکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم تر دې مخکې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه څرګندونو ته په غبرګون کې وېیلي وو چې داعش ډله په افغانستان کې نشته او په خبره یې د افغانستان پولې نسبت تېرو شلو کلونو ته کنټرول شوي دي.

ښاغلي متقي د مارچ پر ۱۸ (کب ۲۷) د افغانستان له ملي تلوېزیون سره مرکه کې وېیلي وو، چې په افغانستان کې د داعش ډلې هېڅ غړی شتون نلري او په خبره یې دغه ډله د بهرنیو وسله والو په مرسته له بهر څخه په افغانستان کې بریدونه کوي، خو هغه د هیڅ هیواد نوم یې یاد نکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د استخباراتو عمومي ریاست تازه وېیلي چې د کابل ښار د دولسمي امنیتي حوزې اوند «بتخاک» سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیاتو کې د اسد لغماني «قیس» په نوم د دغه ډلې غړی چې په وینا یې د کورنیو چارو وزارت په چاودنه کې لاس لاره وژلی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *