اجتماعی

د بېوزلۍ غوڅول د تلپاتې سولې او ثبات لامل

بېوزلي د ټولې نړۍ پر مخ يوه داسې سخته مسئله ده، چې نه يوازې پرمختيايي هېوادونه، بلکې پرمختللي هېوادونه هم ورسره مخامخ دي.

جان روان ځاځی

بېوزلي د ټولې نړۍ پر مخ يوه داسې سخته مسئله ده، چې نه يوازې پرمختيايي هېوادونه، بلکې پرمختللي هېوادونه هم ورسره مخامخ دي.

ملګروملتونو هوډ ښودلی، چې تر۲۰۳۰م کال پورې به له نړۍ د بېوزلۍ لمن ټوله کړي، خو نړيوالو حالاتو ته په کتو، د ملګرو ملتونو د يادې موخې پوره کول ستونزمنه چاره ښکاري.

کرونا وبا د نړۍ ګڼ هېوادونه وځپل او د نړيوال اقتصاد ستنې يې ولړزولي او لا یې هم اغېزې وچې شوې نه دي. نړۍ په تېرو څو کلونو کې د کرونا وبا ترڅنګ ځيني نور سخت کړکيچونه هم تجربه کړل او لا هم نړيواال اقتصاد په کږلیچونو کې روان دی. دغې وبا د چين پر اقتصاد هم بد سیوری خور کړی، خو د دغه هېواد حکومت وايي، چې د وبا پر وړاندې د مبارزې په درشل کې يې اقتصادي چارې ټکنې شوي، خو بیا هم له ټاکلي وخت لس کاله مخکې يې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م  کال  اجنډا يا د بېوزلې د له منځه وړلو موخه بشپړه کړې او په دې برخې کې يې خپلې  تجربې او لايحې د نړيوالو لپاره ګټورې بللې دي.

په نړۍ کې لږ هيوادونه توانيدلي، چې د خپلو خلکو بېوزلي يې غوڅه کړې وي.

چين لوی پرمختيايي او پراخ هېواد دی او نفوس يې د نړۍ په عمومي نفوس کې یو پر پنځمه برخه نيسي، نو په داسې هېواد کې د بېوزلۍ له منځه وړل او د پرمختګ د نابرابرۍ مسئلې حل اسانه او ساده کار نه ښکاري.

د چين خلک پخوا ډېر بېوزله وو، خو اوس یې په کوردننه شديده بېوزلي غوڅه شوې ده.

د چين دولتي شورا د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د نسبتاً شتمنې ټولنې په سرليک سپين کتاب خپور کړ، چې له مخې يې په دغه هېواد هغه کسان، چې د ژوند د اړينو توکو د لګښت کلنی ارزښت يې له دوه زره درې سوو (۲۳۰۰)يوانو، چې شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ کيږي، کم وي، بېوزله ياد شوي دي.

په دغه کتاب کې ويل شوي، چې د چين حکومت په اتو کالونو (۲۰۱۲ـ۲۰۲۰) کې په کور دننه۹۸ميلیونه او ۹۹۰ زره بېوزله کسان له شديدې بېوزلۍ څخه ژغورلي او له ۱۹۷۳م کال څخه يعنې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلېکېدو راهيسې يې ۷۷۰ ميليونه کسان له شديدېبېوزلۍ څخه وباسلي دي.

چين به په راتلونکې کې څنګه وکولی شي، چې په کوردننه د بېوزلۍ د له منځه وړلو برياليتوب وساتي؟

د چين حکومت د ۲۰۲۳م کال کاري راپور کې ويلي، چې په روان کال کې به يې د کورنيو توليداتو عمومي اندازه شاوخوا پنځه سلنه وي، په ښارونو او علاقه داريو کې به شاوخوا ۱۲ ميليونه نوي کاري فرصتونه برابر کړي او د خلکو د ګټو زياتوالی به يې د اقتصاد له زياتوالي سره برابر روان وي.

نړيوال بانک ويلي، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د چين د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په نړيوالو همکاريو کې د اړوندو هېوادونو ۷ ميليونه او ۶ سوه زره کسان له شديدې بېوزلۍ څخه او څه باندې ۳۲ميليونه کسان به له منځنۍ بېوزلۍ څخه ووځي.

بېوزلۍ نه يوازې د درېیمې نړۍ هېوادونه، بلکې د دويمې نړۍ هېوادونه يې هم ځپلي او ان د لومړۍ نړۍ پر هېوادونو يې هم وزرې خورې کړې دي.

په افغانستان کې څه دپاسه ۴ لسيزې کېږي، چې په يو او بل نوم جګړې او تاوتريخوالی روان دی، چې له امله یې ميليونونه افغانان کډوال شوي او غوڅ اکثريت يې په بېوزلۍ کې ژوند تېروي، نظامونه او حکومتونه پکې ځي راځي، خو د خلکو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې يې پرېکنده ګامونه نه دي پورته کړي او هر ګوند او ډلې ټپلې د شخصي ګټو لپاره کار کړی او زياترو يې له افغانانو د سپر په توګه کار اخيستی دی.

نړيواله ټولنه هم د افغانانو د بېوزلۍ د غوڅولو لپاره ګامونه نه اخلي، بلکې د خیرات په څېر ورته خوراکي توکي ورکوي.

په چيني ژبې کې يو متل دی، وايي چا ته له اوبو کب مه رانيسه، بلکې د کب د نېولو چل ور وښيه.

نړيواله ټولنه د افغانانو د بېوزلۍ د غوڅولو لپاره د زړه له اخلاصه کار نه کوي، هره نړيواله اداره دافغانانو د مرستې په نوم پیسې اخلي، چې تر افغانستان يې رسوي، نو له نيمايي ډېرې يې په لارې کې تس نس شوې وي.

په افغانستان کې د جګړې لوی او اصلي لامل همدا بېوزلي ده او خلک يې ډېر ژر د دښمن لمنې ته غورځي.

اسلامی امارت د خلکو د دوی د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره دې مټې راونغاړي او د چين او نورو هېوادونو له ګټورو او ښو تجربو دې ګټه پورته کړي.

د خلکو بېوزلي غوڅول په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل کيږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *