اسلامی

د روژې مسلماني  که د فطرت تقاضا!

روژې ته په عربي ژبه کې "الصوم" وایي او صوم په لغت کې د "الإمساك" په معنا ده او امساک مطلقاً بندولو ته وایي او د شریعت په اصطلاح کې، تفسیر قرطبي د صوم تعریف داسې کړی: الصوم في الشرع : الإمساك عن المفطرات مع اقتران النية به، من طلوع الفجر إلى غروب الشمس. وتمامه وكماله باجتناب المحظورات وعدم الوقوع في المحرمات. {تفسير القرطبي ٢ / ۲۷۳ سورة البقرة آية ١٨٣}

عین الهدا (هدایت ازمون)

روژې ته په عربي ژبه کې “الصوم” وایي او صوم په لغت کې د “الإمساك” په معنا ده او امساک مطلقاً بندولو ته وایي او د شریعت په اصطلاح کې، تفسیر قرطبي د صوم تعریف داسې کړی: الصوم في الشرع : الإمساك عن المفطرات مع اقتران النية به، من طلوع الفجر إلى غروب الشمس. وتمامه وكماله باجتناب المحظورات وعدم الوقوع في المحرمات. {تفسير القرطبي ٢ / ۲۷۳ سورة البقرة آية ١٨٣}

یعنې؛ روژه له صبح صادق څخه د لمر تر پرېوتلو پورې، د روژې په نیت له مفطراتو (هغه څیزونو چې روژه پرې ماتيږي)، محظوراتو (له ټولو منعه شوو څیزونو) څخه ځان بندولو/ساتلو او په محرماتو کې له عدم وقوع څخه عبارت دی.

که د (الصوم) په تعریف کې، غور وکړو دا ترې ښکاره څرګندېږي، چې روژه داسې یوه مبارکه میاشت ده، چې د سالم فطرت درلودنکي مسلمانان باید په کې د نورو میاشتو په پرتله ډېر زیات، له محرماتو څخه په ځان ساتنه او عباداتو کې رياضت وکړي.

خو زه دا څو ورځې په ټولنیزو رسنیو کې ګورم، چې ځینې ملګري ځینو نورو ته، په روژه کې د اسلامي/دیني کارونو، د ډېرښت له امله پېغورونه ورکوي او د (روژې مسلمان) په نامه یې نوموي، دوی شاید فکر کوي، چې دا به ښه کار کوو، او په دې کار به ورته ځان له نورو فوق ښکاري، خو دا ښه کار نه دی. ځکه چې په دې میاشت کې په عباداتو کې ډېرښت د مسلمان انسان د سالم فطرت تقاضا ده. او په حقیقت کې د روژې مبارکه میاشت، د کال له نورو میاشتو څخه له هره اړخه غوره میاشت ده. نو مسلمان  او د سالم فطرت درلودونکی انسان، په دې مبارکه میاشت کې په شعوري ډول، خپلو عباداتو ته (که هغه اخلاقي عبادت وي، ذکري عبادت وي، مالي عبادت وي او که بدني عبادت وي) د نورو مياشتو په پرتله ډېر متوجه وي، ځکه د کایناتو سردار او د موجوداتو ویاړ محمد [صلی الله علیه وسلم] دې میاشت ته د مغفرتونو، برکتونو، رحمتونو، همدردۍ، صبر او شهرالله (دالله میاشت) ویلې، او د هر هغه څه نسبت چې الله ج ته وشي نو ښکاره ده، چې هغه څیز به د ډېر لوی فضیلت څخه برخمن وي. او سالم فطرت تل د غوره څیزونو د حصول تقاضا کوي.

همدارنګه؛ سلمان فارسي [رضی الله عنه] له نبي کریم [صلی الله علیه وسلم] څخه، په یو اوږد مبارک حدیث کې د دې مبارکې میاشتې د فضیلت په باب روایت کوي: … “من تقرب فيه بخصلة من الخير كان كمن أدى فريضة فيما سواه، ومن أدى فريضة فيه كان كمن أدى سبعين فريضة فيما سواه”… .(مشكاة المصابيح، كتاب الصوم، الفصل الثالث، وفي الحديث ١٩٦٥).

ژباړه: څوک چې د روژې په دې مياشت کې د الله ج د رضا او قرب حاصلولو لپاره نفلي عبادت وکړي، نو دا د هغه کس په څېر دی، چې هغه په نورو مياشتو کې فرض اداء کړي؛ (یعنې؛ په دې میاشت کې د نفلو ثواب په نورو مياشتو کې د فرضو له ثواب سره برابر دی) او د روژې په دې مبارکې میاشت کې چې څوک یو (بدني/ مالي) فرض اداء کړي، نو دا د هغه شخص په څېر دی، چې هغه په نورو مياشتو کې اويا (۷۰ ) فرضونه اداء کړي وي (یعنې؛ په دې میاشت کې د يو فرض ثواب د نورو میاشتو له آویا فرائضو سره برابر دی).

نو مونږ ولې یو مسلمان انسان ته، د داسې ثوابونو د ترلاسه کولو پېغور ورکړو؟!

او په یو بل مبارک حدیث کې راځي چې؛ لایزال خدای‌(ج) د رمضان میاشتې په داخلېدو سره، د ملائکو په واسطه مسلمان ته د نېکۍ د تلقین اعلان کوي او وایي: ((يا باغي الخير: أقبل، ويا باغي الشر أقصر))

ژباړه: ای د نېکۍ، خیر او ثواب طلب گاره! را وړاندې شه (د اللہ ج لوري ته متوجه شه)؛ او ای د بدۍ اراده کوونکیه! د بدۍ نه منع شه. او په حدیث کې راځي چې، دا اعلان د رمضان د میاشتې په هره شپه باندې کيږي.

“حدیث ترمذي روایت کړی”.

نو عبادت کوونکی مسلمان انسان، اوس د نورو پېغورونو ته وګوري او که د خپل ستر رب ج نېکۍ او د ثواب کارونو ته، د تلقین امر ومني؟ او په داسې حال کې چې دا داسې امر دی، چې په نورو میاشتو کې ځانګړی نه دی اعلان شوی!

په بخاري شریف کې حدیث دی، رسول الله ﷺ فرمایلي:

(إذا دخل رمضان فتحت أبواب الجنة، وغلقت أبواب جهنم، وسلسلت الشياطين.) او په ځینو رواياتو کې د “أبواب الجنة” پر ځای “أبواب السماء” راغلي.

ژباړه: کله چې رمضان پیل شي؛ د جنت/اسمان دروازې خلاصیږي، د دوزخ دروازې بندیږي، او ټول شیطانان په ځنځیرونو وتړل شي.

ملاعلي قاري -رحمه الله- په مرقاة المفاتیح کې د دې حدیث شرح داسې کړې:

ــ فتحت أبواب الجنة (د جنت دروازې خلاصې کړی شي): د جنت د دروازو په خلاصېدلو کې کنایه دا ده، چې مسلمانانو ته د هغو نېکو کارونو د ترسراوي توفیق ورکول کیږي، چې جنت ته د دوی، د داخلیدو ذریعه ګرځي.

ــ د بخاري شريف په بعضې احاديثو کې، “فتحت أبواب السماء” راغلي (د اسمان دروازې خلاصې کړی شي) : نو د اسمان له دروازو څخه د خلاصېدو مطلب دادی، چې پرلپسې د الله ج رحمتونه را نازلیږي، او د بندګانو نیک اعمال او دعاګانې قبلېږي.

ــ وغلقت أبواب جهنم (او د جهنم دروازې بندې کړی شي) : د جهنم په دروازې بندېدلو، کې کنایه دا ده، چې روژه دار له داسې کارونو نه بچ وي، چې هغه جهنم ته د داخلېدو ذریعه ګرځي، او دا څرګنده خبره ده چې روژه دار له کبيره ګناهونو څخه بچ وي، او صغيره ګناهونه ده ته د روژې له برکته معاف کیږي.

ــ وسلسلت الشياطين (او شيطانان په ځنځيرونو کې تړل کیږي): د شیطانانو په تړلو کې کنایه دا ده، کله چې سرکشه شیطانان په ځنځيرونو وتړل شي نو له دوی نه هغه قوت ختمېږي، چې د هغه په سبب دوی مسلمانان دوکه کوي. د شيطانانو او پېریانو په تړلو کې حکمت هم دادی چې دوی د روژه تیانو په زړونو کې وسوسه وا نه چوي، او د ګناهونو لور ته يې ونه بلي. او بله دا چې د روژې پر سبب د انسان هغه حیواني قوت مغلوب کيږي، چې د غوسې، شهوت او ګناهونو بنیاد دی، او هغه عقلي قوت یې غالبیږي، چې د نېکو اعمالو بنیاد دی. نو همدغه علت دی، چې په رمضان کې د نورو مياشتو په نسبت، د انسانانو ګناوې کمېږي او په عباداتو کې یې ډيروالی راځي.

خلاصه دا چې؛ په دې مبارکه میاشت کې د لایزال خدای (ج) خاص تجلیات او رحمتونه د شړکنده باران په څېر اووري. او په دې مبارکه مياشت کې د روژو په نیولو سره مسلمانانو ته، د الله (ج) قرب حاصليږي، په نفس یې کنټرول پیداکیږي، خواهشات يې کمزوري کېږي، له ګناهونو څخه يې نفرت پیدا کېږي، په عبادت کې ورته لذت حاصليږي، مسکینانو باندې يې په زړونو کې رحم پيدا کېږي او په خوراک نه کولو سره انسان د فرشتو مشابه ګرځي.

نو چاته چې الله ج د حقیقي بصیرت سترګې ورکړې وي او سالم فطرت ولري، هغه به هرومرو په دې مبارکه میاشت کې، د نورو میاشتو په پرتله د ستر خدای ج ډېر عبادت، اطاعت او سپېڅلې بنده ګي کوي او پورته لیکنه کې د دې مبارکې میاشتې په غوره والي، لیکل شوو لفظونو ته په کتو په زغرده ویلی شو چې، دې مبارکه میاشت کې د رب العالمین ډېره بندګي، عبادت، او له ګناهونو څخه ځان ساتل د مسلمان د فطرت تقاضا ده، ځکه د دې یوې میاشتې عبادت د نورو (یولسو) میاشتو له ټول عبادت څخه غوره دی، له همدې امله خو دې مبارکې میاشتې ته عبدالله ابن مسعود (رض) د نورو میاشتو د سردار خطاب کړی دی؛ هغه فرمایلي: ((سیدالشهور، شهر رمضان)) “شعب الإيمان، باب فضائل الصوم”.

ژباړه: د میاشتو سردار، د رمضان میاشت ده!

نو هیله ده! تاسو هم په دې مبارکه میاشت کې د ځانګړي عبادتونو، له ایمان څخه په خوند اخیستلو او د فطرت په تقاضا منلو خلکو ته پېغورونه مه ورکوئ. پرېږدئ! چې مسلمان که څه هم په نورو میاشتو کې هر ډول وي، دې میاشت کې د رب (ج) حقیقي بندګي اختیار کړي، ممکن لایزال خدای (ج) ورته د همدې میاشتې د عبادت له امله په نورو میاشتو کې هم، د خپل عبادت او اطاعات توفیق ور نصیب کړي، او توفیق ورکوونکی یوازې هماغه ستر ذات(ج) دی.

وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ

عین الهدا (هدایت ازمون(

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *