
جهان
شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون وسله ازمایلې
شمالي کوریا ادعا کړې، چې تر اوبو لاندې یې بې پیلوټه الوتکه (ډرون) ازمویلې، چې د «راډیو اکټیف سونامي» رامنځ ته کولی شي
شمالي کوریا ادعا کړې، چې تر اوبو لاندې یې بې پیلوټه الوتکه (ډرون) ازمویلې، چې د «راډیو اکټیف سونامي» رامنځ ته کولی شي او د سویلي ولایت هامیونګ په اوبو کې د «پټو وسلو» یوه بله ازموینه وشوه او له ۸۰ تر ۱۵۰ مترو ژور د اوبو په تل کې اوږد سفر وکړ. دې وسلې له ۵۹ ساعتونو زیات وخت یې تر اوبو لاندې یون وکړ او په پای کې د شمالي کوریا ختیځ ساحل کې یې چاودنه وکړه.شنونکو او کارپوهانو د دې نوې وسلې پر وړتیا او د شمالي کوریا لخوا شوې ادعا باندې شک کړی او په منلو کې یې د احتیاط غوښتنه کړې ده. له دې مخکې شمالي کوریا د هایپرسونیک توغندی هم په بریالیتوب سره ازمویلی و دغه توغندي ۷۰۰ کیلومتره لیرې یو هدف په دقیقه توګه و یشتلی شي.