
افغانستان
پکتيا کې د څه باندې ۴۶ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو رسولو شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
د پکتيا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي چې په دغه ولایت کې د ۴۶ ميليونو او ۷۴۱ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو ۷ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي چې په دغه ولایت کې د ۴۶ ميليونو او ۷۴۱ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو ۷ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د پکتیا د کليو بيا رغونې او پراختيا رئيس مولوي ميرزاجان صادق د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز ګرديز، احمدآبا، لجه منګل، آريوب ځاځي، څمکنيو او ډنډې پټان ولسواليو کې د يونېسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو ۷ شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه چې د دغو شبکو په جوړولو سره ۷ ښوونځيو،
۱۴ مسجدونو، ۳ روغتيايي مرکزونو او ۱۴۵۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د یادو شبکو په جوړولو سره د سیمې خلکو خوښي ښودلې او له حکومت څخه یې د ورته پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې.