افغانستان

هلمند کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول

د هلمند د امنیې قومندانۍ مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په خانشین ولسوالۍ کې د یوه کشفي راپور پراساس ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په خانشین ولسوالۍ کې د یوه کشفي راپور پراساس ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولينو باختر آژانس ته وویل، چې دغه وسلې او مهمات د خانشین ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي، چې په کې ١٩ میله بېلابېلې وسلې، ١٦٣ شاجورونه او نور مهمات شامل دي.

د مسئولینو په وینا، د یادې قضيې په تړاو یې درې تنه نیولي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به يې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *