اجتماعی

موږ او نوی کال

د نړۍ په هر هېواد کې خلک پسرلي ته خوشحاله وي، له پسرلي خپلې غوښتنې لري او دغوښتنو د پوره کیدو لپاره منظم پلان جوړوي .

شیرمحمد امیني ستانکزی

د نړۍ په هر هېواد کې خلک پسرلي ته خوشحاله وي، له پسرلي خپلې غوښتنې لري او دغوښتنو د پوره کیدو لپاره منظم پلان جوړوي .

دا چې موسم بدلیږي او طبیعت ښکلی کیږي، نو انسان ته هم په کار ده، چې ځان وښوروي. ماران په پسرلي کې خپل زاړه پوستکی لیرې کوي او له نوي پوستکي سره د طبیعت غیږې ته راځي، نو کله چې غیرشعوري حیوانات ماران په خپله جامه کې بدلون راولي، نو انسان ته خو ضروري ده، چې په خپل ځان، ژوند او فکر کې بدلون راولي .

موږ باید د یوکال مخکې په څیر ونه اوسو. ځکه یو کال مو شاته پرېښی، په تېر یوه کال کې موږ ډېر نوي څه لیدلي او زده کړي دي او په کار ده، چې نوی کال هم په همدې نیت تېر کړو، چې یو څه زده کړو او د دغو زده کړو له لارې خپل ژوند ته مثبت بدلون ورکړو.

موږ چې کله هم د پسرلي په اړه خبرې کوو، نو تر ډېره زاړه مسایل مو مخې ته ایښي وي، بس همدا وایو چې ځمکې شنې کیږي، ماشومان ښوونځي ته ځي، مرغان الوځي، کوچیان شنو ایلبندونو ته کډه کوي او داسې نورې کلیشه يي خبري دي، چې په هر پسرلي کې يې آورو، خو موږ دلته ددې ظاهري بدلونونو ترڅنګ کله هم د فکري بدلون خبره نه کوو. خو غوره ده، چې د وخت په تېريدو فکري بدلون په ځان کې راولو او د پرمختګونو ترڅنګ؛ خپل پلانونه  پوهې او مطالعې ته هم وقف
کړو.

موږ هم باید دې بدلون ته پام وکړو، خپل تیر او اوسني عملونه او فکرونه وسنجوو، موږ څومره صحيح او څومره غلط یو؟ ددې حد باید معلوم کړو.که چېرې موږ د خپل اعمالو او افکارو په بیا کتنه کې دقیق شو، نو د ځان لپاره به مو لوی خدمت کړی وي او د دې خدمت شمعې رڼا به نورو خلکو ته هم ورسیږي.

خو موږ چې وخت ته اهمیت نه ورکوو، نو بدلون هم نه کوو. د تکړه شاعر علم ګل سحر خبره :

وخت نو څه ارزښت لري، په ټوکو به يې تېر کړمـه
زه د هر پښـتون غوندې بې کاره عادت شـوی یم
موږ عادت شوي یو، چې د خپل ژوند ډېره برخه په پیتاوو، حجرو او نورو ځایونو کې په بې ځایه مجلسونو تېره کړو، موږ هېڅ وخت له خپل ژوند سره صداقت نه دی کړی او همدې نه صداقت دې حال ته رسولي یوو. که موږ د ژوند هره شیبه مهمه وګڼو نو ژوند به مو هم ونازوي.

هر څوک که د سږکال لپاره منظم پلان جوړ کړي او خپل دغه کال د پلان له مخې تېر کړي، نو د یوې پرمختللې ټولنې د انسان په څېر به ژوند کړی وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *