اجتماعی

د اوبو د نړیوالې ورځې په پلمه

د مارچ ۲۲تمه د اوبو نړیواله ورځ نومول شوې ده او په دې توګه د اوبو اهمیت ته د انسانانو پام رااړول کېږي او د اوبو اړوندې ستونزې په ګوته او څېړل کېږی. د دې ترځنګ د ضرورت په بنسټ نوې ستراتیژۍ او پالیسۍ د پلي کېدو لپاره معرفی کېږي.

انجینرمحمدربي اماج

د مارچ ۲۲تمه د اوبو نړیواله ورځ نومول شوې ده او په دې توګه د اوبو اهمیت ته د انسانانو پام رااړول کېږي او د اوبو اړوندې ستونزې په ګوته او څېړل کېږی. د دې ترځنګ د ضرورت په بنسټ نوې ستراتیژۍ او پالیسۍ د پلي کېدو لپاره معرفی کېږي.

له لسیزو راهیسی د اوبو مسله د نړۍ په دوامداره پرمختیايې موخو کې شامله شوې ده. د اوسنۍ نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هېوادونو تر منځ وخت ناوخته د اوبو اړوند ستونزې را ولاړېږی چې ډېره غوره بیلګه یې د اسرايېلو لخوا د سوریې د جولان (ګولان) د غونډیوو نیول او په خپله خاوره پورې ضمیمه کول دي، همدا راز د هند او پاکستان او بیا د افغانستان او ګاونډیو تر منځ د اوبو اړوند لانجې زموږ ټولو په مخ کې پرتې دي چې له دې بېلګو څخه د اوبو ارزښت له ورایه څرګندېږی. دلته دا سوال را ولاړېږی چې اوبه څه شی دي؟

د تخنیکې او ساینسی ځوابونو ورهاخوا اوبه هغه ماده او نعمت دی چي بې له هغو ژوند د ځمکې پر مخ نا ممکن دی! په کايناتو کې له ټولو څېړنو سره تر اوسه د کايناتو فزیکپوهان (استرو فیزیست) نه دي توانېدلی چې د لمریز نظام او تر هغې ورهاخوا نورو ستورو کې د مایع اوبو څرک ولګوي! کومی څېړنی چي په مریخ (د ځمکې څخه ۳۲۰ میلیونه کېلومتره لیرې) او  زموږ د ځمکې پر سپوږمۍ (د ځمکې نه ۳۸۴۰۰۰ کېلومتره لیرې) باندې شوې، هلته د مایع او روانو اوبو څرک نه دی لګېدلی، نو تر اوسه زموږ کور (ځمکه) یوازینۍ سیاره ده چې روانې او مایع اوبه لري او ژوند هم دلته وجود لري. د ساینسي څېړنو پر بنسټ د ژوند اصلي عنصر (عضوي ماده) یانی امینو اسېد او البومین هم په اوبو کې جوړ شوي دی.

په دې توګه د ځمکې د مخ (۵۱۰.۱  میلیونه کېلومتر مربع) مساحت څخه يې ۳۶۱.۲ میلیون کېلومتر مربع (۷۱٪) مساحت اوبو او پاتې ۱۴۸.۹ میلیون کېلومتر مربع (۲۹٪) وچه ده

دلته د دغې خبرې یادونه اړین برېښي چې د نړۍ اوبه دوه ډوله دي: خوږې اوبه او د سمندرونو اوبه چې ډېرې مالګینې او ترخې دي چې د خوراک، څښاک او کرنې لپاره هېڅ وړ نه دي. او همدا ترخي یا مالګینې اوبه د ځمکې د کری ۹۷٪ جوړوي، خوږی اوبه یوازی دځمکمی د کری ۳٪ تشکېلوي.

د اوبو هایدروجیولوجیکې ځانګړني

د اوبو دوران: دا هغه لړۍ ده چې اوبه د سمندر له سطحې د بخار په بڼه پورته کېږی او د هوا د جریان پوسیله په وچه باندې د باران، واورې،ږلۍ او پرخې په بڼه را لوېږی او دځمکې په سطح باندې د یخچالونو،واورې او روانو په توګه ظاهرېږی.چې خوږې اوبه معمولا د همدې سیکل یا د اوبو د همدې دوران په نتیجه کې منځته راځي.

دخمکې سطحې یا روانې اوبه : دا هغه اوبه دي چې د ځمکې پر مخ ولاړې یا هم روانې وي لکه سېندونه او جهیلونه.

تر ځمکې لاندې اوبه: د خوږو اوبو مهمه سرچېنه همدا اوبه دي چې د ځمکې د رسوبي پوړ (طبقی) په خالیګا وو کې ځای پځای شويدې او د ځمکې د سطحې اوبو څخه تغذیه کېږي. د نوموړیو اوبو ژوروالی بیاد ځمکې له سطحې شروع او تر ۹۰۰۰مترو ژوروالي پورې رسېږی.

تر سېندونو لاندې روانې اوبه: دا اوبه هم دځمکې لاندې اوبو یو بل ډول دي دسېندونو د مسير په اوږدو کې تر سیند لاندې نورې اوبه هم روانې وي.

یو بل رقم اوبه هم شته چې د ځمکې د جیولوجیکي جوړښت په مهال د لیتوسفیر طبقې په منځ کې د عدسیو په بڼه ایسارې شوې او د ځمکې د سطحې اوبو سره هېڅ مخامخ اړیکه نلري، دغه رنګه اوبه د تکنالوژۍ په مرسته تشخیص او بیا د برمه کارۍ په وسیله را ایستل کېږی.

په هېواد کې د اوبو ستونزې او اغېزې یې

د څو پر له پسي طبيعي وچکالۍ، د خلکو لخوا د بیدرېغه اوبو استعمال او په دې ډګر کې د لمریزې انرژۍ کارول، نړیواله تودوخه او په هېواد کې قانون نه پلي کېدل د وچکالۍ کچه د نه راګرځېدونکي ناورین حالت ته رسولې چې اوس يې اغېزې ډېرې څرګندې دي او هغه په دې ډول: د اورښت په کچه کې غیر طبيعي بدلون لکه د سړو سیمو په ژمي کې د باران اورېدل، د ډېرو خطرناکو سېلاوونو راوتل، د ځمکې د کرنیز پوښ وچوالي، د کرني او څاروي پاللو محصولاتو کمېدل، په ځمکه کې د درزونو او چاودو را ښکاره کېدل او په ښاري سیمو کې د خامو او نیمه پخو ودانیوو په دیوالونو کې چاکونه راتلل … او نور.

د دی پورته پيښو میخانیکېت

د اوبو د جیولوجي د اصولو په بنسټ تر ځمکې لاندې اوبه د رسوبي طبقو په سوریو کې ځای په ځای وي او بیا په همدې سوریوو کې د ځمکې د جاذبې قوې تر اغېزې لاندې حرکت هم کوي. د همدې اوبو تغذیه بیا د هوایي ترسوباتو (واوره،باران،ږلۍ او پرخې ) په بڼه چې د ځمکې پر مخ را اوري او بیا یې یوه برخه په ځمکه کې جذب او پورته ذکر شوي رسوبي پوړ یا طبقې خالیګا یا مسامونه بېرته ډکوي.

د همدې هوایي ترسوباتوبله برخه د ځمکې پر مخ بهېږي او سېندونه، جهیلونه او جبه زارې جوړوي چې د همدې اوبو یوه برخه بېرته په هوا کې بخار کېږي.

د اوبو جذب په ځمکه کې د لاندې لاملونه سره مخامخ اړیکه لری.

الف: د ځمکې پر سطح د اوبو حرکت: هر څومره چې د اوبو حرکت ګړندی وي په هماغه اندازه یې په ځمکه کې جذب کمېږی او که یې حرکت ورو وي نو بیا يې جذب ډېر وي او په هماغه سیمه کې د ځمکې د مخ لندبل ډېر وي.

ب: که د ځمکې پر مخ خاوره ډېره وي په هماغه کچه د اوبو جذب ډېر وي او که د ځمکې سطحه ډبرینه وي نو د اوبو حرکت ګړندۍ او جذب يې ډېر کم وي.

پ: که د ځمکې په مخ نباتي پوښ یا هم ځنګل وي هلته بیا د ځمکې پر مخ د اوبو حرکت ورو او جدب يې ډېر وي.

په هېواد کې د وچکالۍ او اوبو د کمښت اغیز په دوو برخو کې ارزول کېدی شي.

په ښاري سیمو کې: په ښاري سیمو کې د نفوسو د تراکم پوجه او د اوبو د رسونې منظم سیستم د نشتوالي په توسن نیږدې ټول د ښار اوسېدونکي د ښار د تر ځمکې لاندې اوبو په زېرمو باندې ګذاره کوي چي په پایله کې يې د تر ځمکې لاندې اوبو په زېرمو بې حده زیات فشار دی، د بیلګې په توګه د کابل ښار د نړیوال نفوس د ادارې لخوا په ۲۰۲۳ کال کې د نوموړي ښار آبادي ۶،۷۶۰۵۰۰ اټکل شوي او همدا خلک بیا په ۱۰۲۳ کېلو متر مربع مساحت باندی میشت دی چې په منځنۍ توګه په هر کېلومتر مربع ساحه باندی ۶۶۰۸ کسان اوسېږي

اوس نو که په اوسط ډول یو کس د روځې ۵۰ لیتره اوبه مصرف کړي نو په یوه روځ کې ۳۳۸۰۲۵۰۰۰ لیتره یا ۳۳۸۰۲۵ متر مکعبه اوبه مصرفېږي او بیا هم د اټکل له مخې د دې پورته اوبو ممکن ۱۰٪ د بیرون (د اوبو رسونې ښاري شبکه) څخه تهیه او باقي ۹۰٪ د ځمکې لاندې زېرمو څخه را ایستل کېږي. چي په دغو زیرمو باندې ډېر زیات فشار دی ، له بلې خوا د کابل ښاریانو بدمرغي دا ده چې تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د بېرته رغولو یا ډکېدلو هېڅ بدیل نشته، او هغه په دې خاطر: دکابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د تغذيې سرچينې چې همدا د ښار غرونه دي چې بیا د خلکو لخوا قبضه او په کورونو بدل شوي.د باران او واورې اوبه د لښتیو له لارې په ډېرې چټکتیا له سیمې وځي او هېڅ جذب نلري.

مهمه یادونه: د هایدروجیولوجی د اصولو پر بنسټ کله چې د ځمکې د رسوبي طبقې څخه اوبه راووځي او هلته هغه خالیګاوې چې اوبه پکې وي هغه بیا کمپریس (کېمڼدل) کېږي او دغه بیا بېرته نه رغېږي یانې کچېری بیا همدی طبقی ته اوبه ورشی په هماغه اندازه اوبه نشی خوندي کولي.

بله عمیزه دا ده چې ډېرو خلکو د سیندونود تغذيې په ساحه یا سرچېنو کې ژورڅاګان وهلي دي.

درېیم يې دا چې د آبادۍ په زیاتېدو سره په غرونو او دښتو کې شنې ونې او بوټي د انسانانو پوسیله له منخه وړل کېږي، چې خطرناک سېلاوونه را وځي.

حکومت لومړۍ درجه مسولیت لري چې د چاپېریال د ناورین مخه ونیسي، اړوندې ادارې فعالې، اوږدمهاله ستراتیژۍ، پلان او پالیسي جوړ ه او پلې کړي. قانون پلي کوونکې ادارې وګوماري.

دژورو څاګانو مخه باید ونیول شي او هر چاته يې اندازه او کچه تعین شي او په دې ساحه کې د خپلسرۍ مخنیوی وشي. او د نورو بریالیو هېوادو پالیسي تعقیب شي.

د سېندونو د تغذيې  په ساحه کې د خاورې د طبقې د ساتنې په پار د ځنګلونو ایجادول، او په نور ځایونو د خاورې ساتل د شینیلیو د ساتنې له لارې لکه څړځایونه او طبيعي ځنګلونه.

په غرونو او غونډیو کې دهغو میوه لرونکو اوغیر میوه لرونکو ونو اېښودل چې د هغه ځای له چاپیریال سره تطابق ولري.

د کرنې، باغدارۍ او ځمکو اصلاحات اود داسې تخمونو رواجول چې لږ اوبه وغواړی.

په غرونو او موسمي سېندونو کې د چک ډم جوړول چې د ژمي د واورو او موسمي سیلابونو اوبه ذخیره کوي او تر ځمکې لاندې اوبوذخیرې ژوندۍ کوي.

له ښارونو څخه د اوبو بېرون ته ېیږدول.

په ښارونو کې د تجارتی اوبو د څاګانو تړل.

په ښارونو کې د کورونو د سیپتیک ټانکيو معاینه او سرغړونکو کورونو د سیپتیک ټانک تړل او جرمانه.

د تولنیز شعور بیدارول (کلو واشربو ولا تسرفو،.او دا چې اوبه ټولنیز ملکېت دی او څوک حق نلری چې ککړی يې کړی او یا يې له نورو غصب کړی).

په درنښت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *