سیاسی

په اسلامي امارت کې هېڅوک دواک څخه ناوړه ګټه نه شي پورته کولی

څرګنده ده چې د دولتونو او حکومتونو دواکمنی دبدلون پرمهال یولړ نیمګړتیاوی دلڼډ مهاله پوری رامنځ ته کیږی.

متین
څرګنده ده چې د دولتونو او حکومتونو دواکمنی دبدلون پرمهال یولړ نیمګړتیاوی دلڼډ مهاله پوری رامنځ ته کیږی. خو چارواکي او مسؤلین دتشو دراډکونی په خاطر مناسبی لاری لټوی ترڅو دمیشتو وګړو دهوساینی له پاره عملی ګامونه پورته کړی. اسلامی امارت هم دیوی اوږد مهاله خونړی جګړی را وروسته په دي وتوانیده چې هېواد د اشغالګرو څخه وژغوری او هغه ستونزی ورغاوی کومی چې زموږ دمسلمانانو او متدینو خلکو په وړاندی شتون درلود هېوادوال باید ځانونه نانګاره نه کړی پرته دقومی او ژبنی توپیر څخه قضاوت وکړی چې دتیرو مفسدو او غاصبو دولتونو دواکمنانو څخه څومره ستونزی راپاتی شوي ښه به وي چې په بی پری توګه دتیرو شلو کلونو د امکاناتو او بهرنیو مرستو لاس ته راوړنی وارزول شی ځکه دنړي شتمنو هېوادو په پوره پیمانه پانګونه وکړه دومره مرستی یې راولیږلي چې دا مهال یې دمفسدو واکمنانو دشتمنی خبرونه او ویدیوګانی ډله ییزو رسنیو په سرراخستی. دمفایې کړیو دغصب شویو مځکو او فرعونی ودانیو کره شمیرنه لانه ده رابرسیره شوی کله کله دځینو قصرونو او زرهی ماڼی را بربڼډیږی چې دچور او تالان پرمهال یې جوړی کړی. د داسی ناولو کړنو ترڅنګ په دولتی واکمنی کې هم په زیاته اندازه ککړتیا چې د دوي ویشل شویو دوه سری واکمنی څخه په میراث راپاتی شوي رغاول به یې په لږه موده کې ناشونی وي ځکه اوس هم داسی کسان شته چې دغیر قانونی لارو څخه په ترلاسه شویو شتمنیو ویاړی او دځان له پاره یې افتخار ګڼی.
یوشمیر هېوادوال چې دمافیایې کړیو دواکمنی څخه ناهیلی او اندیښمن معلومیده نه یې شوکولي چې دبیت المال دچپاولګرو په وړاندی دعدالت غږ پورته کړی ځکه هغوي چې مځکی او فساد ته لاس ورغزولي و ددي توان یې درلوده چې دخپلو مخالفینو او یا د نیوکه کوونکو غږ په نطفه کې خنثی اویایې په داسی زندانونو کې وساتی چې ترمرګه یې هیڅوک غږوانه وري. هېوادوالو به دځینو مافیایې کړیو په قصرونو کې چې دویدیویې کانالونو له لاری را په ګوته شوی لیدلی وي. ښه به وی چې قضاوت پخپله وکړی او دداسی کسانو په وړاندي چې په غیر قانونی توګه یې دومره شتمنی پیدا کړی ده څه ډول چلند وشی. غوره به وی چې اسلامی امارت مسؤلین دهېوادوالو مړاوي شوي هیلی یوځل بیا را ژوندی کړی او دهېواد د مظلمو او بی وسی خلکو باندی ترسره شویو ظلمونو پوښتنه وکړی. ځکه چې په ځینو سیمو کې دقومی تعصب له مخی یوشمیر کورنی په انفرادی او یا ډله ییزه توګه دي ته اړشوي چې خپل کور او ځمکی د وسله والو مافیایې ډلو دګواښونی له امله پریږدی او نورو سیموته کډه وکړی.
اوس د اسلامی امارت په راتګ سره ددي وخت را رسیدلی چې دغاصبینو له منګولو حق حقدارته وسپارل شی او دزورواکو سره قانونی چلند وشی.
لکه څنګه چې د اسلامی امارت په صفونو کې دتصفیی کمیسیون خپلو هڅو ته دوام ورکوی داسی باید دهېواد بیت المال دچپاولګرانو سره هم دحساب کتاب بهیر پیل شی ترڅو په هېواد کې دعدالت په رامنځ ته کیدو سره دهېوادوالو هغه اندیښنی له منځه ولاړي شی کومي چې په تیرو ړنګ شویو رژیمونو کې یې شتون درلود. پوهیږو چې ستونزی ډیری او درغاونی له پاره وخت ته اړتیا ده خو پکاره ده چې د اسلامی امارت کړنی چې دا مهال په پوره دقت او حوصله مندی روانی دي په هر اړخیزه توګه په دولتی چاروکې دسمسکی د راوستلو لامل وګرځی. ډاډ ترلاسه شوی چې تردي دمه په چاروکې دسمون دراوستنی په خاطر د اسلامی امارت څارنه دپام وړه ډه ځکه وخت په وخت هغه تشو او نیمګړتیاوته پاملرنه راګرځي چې په دولتی چاروکې ستونزي رامنځ ته کوي او په اسلامی امارت باندی دهېوادوالو باور پیکه کوي. نوله دی کبله د اسلامی امارت مسؤلین او په ځانګړی توګه د افغانستان اسلامی امارت مشرتابه امیر المومنین شیخ الحدیث هبته الله اخند زاده حفظه الله په امارتی اداروکې دمسؤلینو له لوری په دندو دخپلو بچیانو ګمارولو دمنفکولو حکم کړی دی. د 13/8/1443 هـ ق د 30 مې ګڼی دحکم په اساس دټولو وزارتونو، ریاستونو او خپلواکو امارتی ادارو مسؤلینو ته امر شوي چې دخپلوي او شخصی تعلق پربنسټ چاته د دنډو ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړی. په دغه حکم کې راغلی دټولو امارتی ادارو مسؤلین چې ترخپل امر لاندی اداراتو کې یې خپل یو یا څو زامن مقرر کړی دي. ددي حکم له ابلاغ څخه وروسته منفک دي او دخپلو زامنو پرځای دي نورکسان مقرر کړی.
د امیر المومنین دحکم څخه څرګندیږی چې په چاروکې دسمون او دټولو هېوادوالو حقوقو ته یوشان کتل به د اسلامی امارت دباورلمن لاپسی پیاوړی او پراخه کړی ځکه دتوپیر پرته په دولتی اداروکې دکار دسړی ګمارل به هېواد د اوسنیو ستونزو څخه ژر تر ژره وژغوری او دهېوادوالو ملاتړ او باور به لاپسی زیاتوالی ومومی. لکه څنګه چې د اسلامی امارت مسؤلین په مختلفو غوڼډو او مشورو کې دعدالت دتامین څرګندونی کوي دعملی لارو چارو په لټون کې یې هم دریغ نه دی کړی هرځای او په هرکار کې چې هېوادوال دمسؤلینو سره نیمګړتیاوي را په ګوته کوي. درغاونی چاري به یې هر ومرو ګړندیتوب ومومی نو ستونزی او وړاندوینی مو دمسؤلینو سره شریکی کړی ترڅو په ګډه دحل لار ولټول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *