افغانستان

روان کال پکتیا کې ۷۵۱ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي

د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په روان کال کې یې د جنایي جرمونو په تور ۷۵۱ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په روان کال کې یې د جنایي جرمونو په تور ۷۵۱ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د ۱۴۰۱ کال په لړ کې ۳۰۳ قضيې کشف کړي، چې په تړاو یې ۷۲۰ کسان د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نيول شوي او دوسيې يې تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
همدارنګه د تروريزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس ۲۱۳ میله سپکې او درنې وسلې، ۶۳ کړۍ بمونه، ۲ زره ۲۳۶ فيره بېلابېلې ګولۍ او ۹۳ عدده شاجورونه ترلاسه او په تړاو يې ۳۱ کسان هم نيول شوي دي.
په همدې حال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت ۳۹ قضيې ثبت او په بېلابېلو ولسواليو کې د نشه يي توکو د توليد ۴ لويو کارخونو په ګډون چرس، هيروين، الکول، ښيښه او هغه توکي، چې د نشه يي توکو توليد کې ترې کار اخېستل کېده کشف او نیولي دي.
د یاد ولایت د امنیتي مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ روان کال یې ۶۲۴ تنه مجاهدينو ته د عسکرۍ، مخابرې، ګزمې او تلاشۍ اصولو په برخو کې د روزنيزو زده کړو سربېره ۵۰۰ موټر چلوونکو ته له ۱۵ ورځنيو زده کړو وروسته موټر چلولو اجازه ليکونه هم ورکړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *