اجتماعی

دنيالگيو په کښينولو سره پسرلي بدرګه کړي

د کال هر موسم ځانته ځانګړني لري او د انسانانو د ژوند د پايښت له پاره پکښي د الله(ج) په حکم او اراده داسي څه را زرغونيږي چې مځکي پرمخ ټول موجودات ترينه ګټه پورته کوي.

متین
د کال هر موسم ځانته ځانګړني لري او د انسانانو د ژوند د پايښت له پاره پکښي د الله(ج) په حکم او اراده داسي څه را زرغونيږي چې مځکي پرمخ ټول موجودات ترينه ګټه پورته کوي. خو د پسرلي موسم چې دنورو موسمونو په پرتله يې د زرغونيدو برخه زياته او زړه راښکونکي ده ځکه په دي موسم کې دنباتاتو هغه برخه راشنه کيږي کوم چې د مني او ژمي په موسم کې رژيدلي او يايې خپل شين والي له لاسه ورکړي وي. نوځکه دپسرلي موسم دنورو موسمونو څخه يې انسانان زيات خوښوي او په دي موسم کې دخپل چاپيريال دسمسورتيا په خاطر هغه څه ته لاس اچوي چې د ژوندانه دخوند او رنګ څخه يې خوندواخلي. ډيري هېوادوال چې په کرکيله مصروف وي باراني پسرلي ته يې لوالتيا او خوشحالي زياته وي ځکه دکرکيلي خاوندان د ځمکو دخړو بولو او دمختلفو زراعتي توکو په زرغونتيا کې داوبو شتون اړين بولي او د زياتو حاصلاتو د ترلاسه کولو لامل يې ګڼي دپسرلي موسم دميوه لرونکو له پاره ښه زيري دي ځکه چې په دي موسم کې هغه غوټي راسپړل کيږي کومي چې په ميوه دانو پوري تړلي وي. دپسرلي موسم نه يوازي د انسانانو له پاره دخوښي وړدي بلکي ددي موسم په رارسيدو سره شاړي دښتي په شنو دښتو بدلون مومي او په غرونو او رغونو کې شينلي راشنه کيږي ډيري مالداران دپسرلي راتګ ته ځکه خوشحاليږي چې دښتو او غرونو په شنه کيدو سره يې درمو د څړځايونه زياتيږي او دمالونو په مړښت يې په شمير کې هم زياتوالي رامنځ ته کيږي سږني پسرلي څخه به هېوادوال ځکه خوندواخلي چې ديوي خوا پکښي داوږښت کچه ډيره او دبلي خوا سولي او ثبات په راتګ سره هېوادوال کولي شي دهېواد دهر ګوټ نه دچکر په خاطر سفر وکړي. همدا اوس په زياتو ولايتونو کې دپسرلي دبدرګه کيد له امله هېوادوال دنيالګيو په کښينولو بوخت دي او بڼ لرونکي دخپلو نيالګيو په سمبالښت کې هغه څه ته پاملرنه کوي چې د زيات حاصل لامل وګرځي پوهيږو چې ناوړه جګړي دهېواد په زياتو برخوکې دويالو او کاريزونو د ترميم او پاکيدو مخه ډب کړي وه خو دلوي خداي(ج) په فضل او رحمت دسولي دلمن په غوړيدو سره هېوادوال ډاډمن شوي چې دهېواد وراني ويجاړي به بياورغاول شي او هغه ويالي او کاريزونه چې دکلونو کلونو راهيسي نه ورغاول شوي وبه رغاول شي او شاړي مځکي به يوځل بيا دکرکيلي له پاره تياري ومومي. همدا اوس د اسلامي امارت مسؤلين په مرکز او ولايتونو کې دهېوادوالو سره د کرکيلی دستونزو په رغاونه کې په صلاح او مشورو بوخت دي ترڅو دبزګرانو له پاره هغه آسانتياوي رامنځ ته کړي چې دخوراکي توکو د زياتوالي وړوګرځي.
په ډيرو ولايتونو کې دهېواد دسرسبزي په خاطر نيالګي ويشل شوي تمه ده چې هېوادوال دسوله ييزي فضا د رامنځ ته کيدو له امله په خپل چاپيريال کې يوه ونه دځان له پاره اوبله دهېواد دسمسورتيا له پاره کښينوي ځکه دونو کښينول او راشنه کيدل د روغتيايې برخي سره مستقيمه اړيکه لري او د آکسيجن دتوليد لامل ګرځي. ښه به وي چې هېوادوال د نيالګيو دکښينولو ترڅنګ دنيالګيو دساتني او څارني په برخه کې ځانونه نانګاره نه کړي ترڅو دکښينول شويو نيالګيو دسمبالښت له امله مو چاپيريال سمسورتيا پيدا کړي او ديوه ښکلي او زرغون هېواد دښي هوا څخه برخمن شو. يوشمير هېوادوال چې کله کله دنورو هېوادو دسمسورتيا په هکله خبري کوي هغوي ليدلي چې اوسيدونکي يې ديوي ځانګړي ميني له امله دهېواد په سمسورتيا او زرغونتيا کې برخه اخلي نو هڅه وکړه چې شين او زرغون هېواد له پاره مټی راونغاړو او شاړي دښتي په باغونو بدلون ومومي چې ديوه ښکلي او پاک هېواد په تمه ياستو بايد هيواد په پاکوالي او سمسورتيا کې برخه واخلو او دخداي (ج) څخه د راکړل شويو منظرو او ښکلو درو سياحتي برخه کې تري ګټه پورته کړو ترڅو ديوي خوا په اقتصادي اړخ مثبته اغيزه وکړي او دبلي خوا په کور دننه دهېوادوالو دهوسايني او ساعت تيري لامل وګرځي باوري يو چې په دي برخه کې به مسؤلين ځانګړي پاملرنه راوګرځوي او دهغو لارو په لټون کې به هڅي دريغ نه کړي کومي چې ديوه سمسور هېواد له پاره اړيني دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن