افغانستان

مولوي مطیع الحق خالص: بشرپاله بنسټونه دې په بېلابېلو برخو کې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي

د افغاني سرې میاشتې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسول سلطان بن احمد العسیري ترمنځ دوحه د افغانستان پر بشري مرستو، روغتیایي خدماتو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته وشوه.

د افغاني سرې میاشتې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسول سلطان بن احمد العسیري ترمنځ دوحه د افغانستان پر بشري مرستو، روغتیایي خدماتو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د افغاني سرې میاشتې لوی رییس ویلي، چې افغانستان ۴۰ کلنو جګړو له هر اړخه ځپلی او لاسنیوي ته اړتیا لري؛ له مرسته کوونکو بنسټونو مو هیله ده، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د بېوزلو افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د ثبت شمېره په لوړېدو ده، چې افغاني سره میاشت یې په یوازې ځان د درملنې توان نه لري؛ هیله ده، چې بشرپاله بنسټونه افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي؛ ترڅو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې وس ومومي.
ښاغلي خالص له قطر فنډ هیله وکړه، چې د بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او د رواني ناروغانو په درملنه او ساتنه کې افغاني سرې میاشتې ته د همکارۍ لاس ورکړي او په افغانستان کې د اوړو د مرستې پروژه د افغاني سرې میاشتې له لارې پلې کړي.
د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسول ښاغلي سلطان بن احمد العسیري د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ په یادو برخو کې افغاني سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې مونږ له افغانانو سره د مرستې هیله لرو او هڅه به وکړو، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانانو لاسنیوی وکړو او د زرګونو ټنو اوړو د مرستې پروژه د افغاني سرې میاشتې له لارې تنظیم او پلې کړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *