اجتماعی

په اداري نظام کې د انساني وجدان حیثیت!

په انساني وجدان ډېرې مقالې او کتابونه خبرې لیکل شوي دي او ممکن نورې به هم ولیکل شي، ځکه وجدان هغه بشري پدیده ده چې، د انسانیت له پیدایښت سره سم د انسان په فطرت کې ځای پر ځای شوې او تر څو چې انسان وي، نو طبعي ده چې وجدان به هم ورسره مل وي.

عین الهدا هدایت (ازمون)
په انساني وجدان ډېرې مقالې او کتابونه خبرې لیکل شوي دي او ممکن نورې به هم ولیکل شي، ځکه وجدان هغه بشري پدیده ده چې، د انسانیت له پیدایښت سره سم د انسان په فطرت کې ځای پر ځای شوې او تر څو چې انسان وي، نو طبعي ده چې وجدان به هم ورسره مل وي.
وجدان په لغت کې د اخیستلو په معنا ده او په اصطلاح کې له هغې قوې څخه عبارت دی چې “انسان ته د طبیعي فطرت یا کسبي فطرت مطابق، الهام ورکوي”.
که وجدان ژور مطالعه کړو، نو دا راڅرګنديږي چې وجدان په دوه ډوله دی: -1فطري/طبیعي. -2کسبي.
فطري/طبیعي وجدان، هغه وجدان دی چې د انسان له پیدایښت سره سم په مستقیم ډول، انساني وجود کې موجود شوی دی او دا هغه صحیح، سالم او اصلي وجدان دی، چې سلیم عقل یې تقاضا کوي. او کسبي وجدان هغه وجدان دی چې، په غیر مستقیم ډول له کورنۍ، کلتور، قوم او ټولنې څخه د انسان وجود ته سرایت کوي او د اصلي، سالم وجدان پر ځای قرار پیدا کوې.
په دې اړه د رسول الله [صلی الله علیه وسلم] دا مبارک حدیث کفایت کوي؛ .
ژباړه: له ابوهریره [رضي الله عنه] څخه روایت دی چې، رسول الله [صلی الله علیه وسلم] وفرمایل: هر ماشوم په اسلامي او طبیعي فطرت باندې پیدا کیږي؛ خو وروسته د دې ماشوم مور او پلار دي چې، دا ماشوم یهودي کوي، نصراني کوي او یا یې هم مجوسي کوي.» ((رواه البخاري))
سالم، صحیح او طبیعي وجدان د انسان په وجود کې د سترې محکمې په څېر دی، چې په ښوو کارونو سره انساني وجود ته سکون ډالۍ کوي، او په بدو کړنو سره په انسان باندې تعزیراً د نارامۍ حس تجربه کوي.
خو! ځینې وختونه، په ځینو ټولنو کې، ځینې غیر اخلاقي او غیر اسلامي، بد کارونه دومره عام شي، چې د ځینو انساني وجدانونو هم پرې خواه نه بدیږي او نه پرې انسانان د نارامۍ احساس کوي، چې همدغه وخت مونږ پوهيږو چې، په دې ټولنه کې فطري وجدان خپل اصل له لاسه ورکړی او خپل ځای یې، کسبي وجدان ته پرایښی. (چې دا حالات بیا د یوې ټولنې لپاره ډېر خواشینونکی دی).
لکه څرنګه چې سالم طبیعي وجدان د یوې ټولنې د اخلاقي څانګې لپاره اړین دی، همداسې د یو هېواد د اداري نظام په حدودو کې، د دې نظام د چلوونکو (وزیرانو، والیانو، رئیسانو، قاضیانو، آمرینو، مدیرانو، مامورينو او په کل د ټولو هغو اشخاصو لپاره چې د یو نظام برخه وي) ډېر اړین او ضروري دی، ځکه له ستراتیژیک اړخه په نظام کې د بحران تر ټولو ویجاړونکی حالت دا نه دی، چې قاضیان، مامورين او… په رشوت روږدي شي، یا هیواد د اداري فساد لومړی مقام وګټي، بلکې حقیقي بحران دادی، چې فساد تر اداري پولو واوړي، او د وجدان محکمې ته سرایت وکړي، دا نو بیا په رښتیا خواشینونکی، بدناموونکی او خطرناک حالت دی، چې د نظام اعتبار او د بقاء تضمین په صفر کې ضربوي، چې په دې سره د هېواد پرمختګ یو خیالي خوب ګرځي او بس.
او فساد هغه وخت د وجدان محکمې ته په سرایت کولو جرئت کوي چې، اصلي سالم طبیعی وجدان، په کسبي وجدان بدل شوی وي.
ځکه چې طبیعي سالم وجدان د سترې محکمې حیثیت لري او د یو نظام هېڅ مأمور ته د فساد اجازه نه ورکوي، خو که چېرې ستره محکمه خپله مفسده شي، (يعنې وجدان د بدې ټولنې له افعالو متأثره شي، طبيعي وجدان، ځای کسبي وجدان ته پرېږدي) بیا نو هېڅ بده کړنه، لکه: ټګي، دروغ، رشوت، له مراجعینو سره بد چلند، بد اخلاقي او… د وجدان د نارامۍ سبب نه ګرځي، او اداري نظام رو_رو له پښو غورځیږي، بیا نو دغه وخت اداري فساد پرته له دې، چې د وجدان له سترې محکمې وېره ولري، په چټکۍ سره، د
( HIV ) وایروس په څېر خپریږي، چې د ستونزو په وړاندې د سیستم وقایوي ځواک له منځه وړي، او بیا هره کوچنۍ ستونزه کولای شي، ټول دولتي جوړښت ته شکست ورکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې، سالم طبیعي وجدان کله او څنګه په بې پروا کسبي وجدان بدلیږي، او د مخنیوي لارې یې څه دي؟
سالم فطري او طبیعي وجدان هغه وخت له خپل اصالت څخه غورځیږي، چې مونږ او تاسو دې اصل ته پام ونه کړو، مراقبت یې ونه کړو، بې پروایي وکړو، لکه څنګه چې ځینې وختونه د اورېدنې قوه (غوږونه) او د لیدې قوه (سترګې) د بې پروایۍ له امله خپلې دندې (لیدنه او اورېدنه) په سمه توګه نه شي ترسره کولی، همداسې وجدان هم اسلامي احکامو او اخلاقو ته، د بې پروایۍ له امله خپل اصالت له لاسه ورکوي او پر ځای غیر فطري/ غیر اخلاقي څیزونه ځای پر ځای کیږي، او بیا نه شي کولای چې د انسان په کړنو باندې فيصلې وکړي او خپله دنده په سمه توګه اجرا کړي، نو هماغه وي، چې اصلي سالم وجدان، په بې پروا کسبي وجدان بدلیږي.
که غواړو چې د هېواد اداري نظام مو له فساده پاک او هېواد مو د پرمختګ په لور رهي شي، باید له هر څه مخکې د ټولو هغو افرادو چې د نظام په ادارو کې دي، وجدانونه یې په طبیعي او فطري حالت باندې ثابت، او دغه سپېڅلې محکمه یې باید په وجود کې تل سالمه پاتې شي.
یو څه موده وړاندې خبر شوم، چې ا.س.لا.م.ي ا.م.ا.ر.ت په وزارتونو او ریاستونو کې، د ورځې په جریان کې اداري پرسونل ته، یو ساعت دیني تدریسي بهیر پیل کړی دی، نو ډېر د خوښۍ احساس مې وکړ (البته که دا درسي بهیر د کار په رسمي وخت کې ونه اوسي، نو بیخی به “نور علی نور” شي، تر څو د ولسي افرادو کارونه معطل نه شي او د دوی د اذیت سبب ونه ګرځي). نور خو نو دا ډېر غوره او پر ځای کار دی. دا درسي بهیر د دې سبب ګرځي، چې اصلي سالم طبیعي وجدان پر خپل ځای مستقر پاتې شي؛ ځکه په دې کار سره دوی په اسلامي احکامو خبریږي، بیا له فحشا خپرولو/لیدلو ځان ساتي، له بدو، غیر اخلاقي کړنو ډډه کوي؛ خپل صورت او سیرت په اسلامي نبوي اخلاقو سمبالوي، الله پرستي خپلوي، نو کله چې دا ټول صفتونه په یو اداري کارکوونکي کې پیدا شول، بیا نو په ډاډ سره ویلی شو، چې سالم طبیعي وجدان به هېڅکله په بې پروا کسبي وجدان بدل نه شي او کله چې د انسان په وجود کې اصلي وجدان چې د سترې محکمې حیثیت لري، په بې پروا کسبي وجدان بدل نه شي، نو هغه وخت اداري نظام له فساده پاکیږي، د اداري کارکوونکو زړونو ته د فجور پر ځای د تقوی الهام کیږي او وجداني محکمه په ډاډه زړه د سکون او نارامۍ احکام صادروي او پرته له کوم خڼډ/ ځنډ څخه یې تطبيقوي او د اداري فساد مخنيوی کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن