سیاسی

ديپلوماتيکې اړيکې پراختيا مومي

اسلامي امارت د اشغالګرو سره ديوې اوږد مهاله جګړې په بهيرکې وتوانيده چې دنړۍ زبرځواک هېوادونه دې ته اړکړي چې د اسلامي امارت سره هغه څه ومني چې ترډيره يې نه منل، اشغالګر چې د اوسني عصر په عصري وسلو سمبال و هڅه يې کوله چې د اسلامي امارت سره د مخامخ خبرو اترو څخه ډډه وکړي او د جګړې له لاري په افغانانو د راتپل شوي واکمني مو ده ترهغه اوږد مهاله کړي چې خپلي ناوړه موخي ترلاسه کړي.

متین
اسلامي امارت د اشغالګرو سره ديوې اوږد مهاله جګړې په بهيرکې وتوانيده چې دنړۍ زبرځواک هېوادونه دې ته اړکړي چې د اسلامي امارت سره هغه څه ومني چې ترډيره يې نه منل، اشغالګر چې د اوسني عصر په عصري وسلو سمبال و هڅه يې کوله چې د اسلامي امارت سره د مخامخ خبرو اترو څخه ډډه وکړي او د جګړې له لاري په افغانانو د راتپل شوي واکمني مو ده ترهغه اوږد مهاله کړي چې خپلي ناوړه موخي ترلاسه کړي. دې چاري ته درسيدلو له پاره يې زموږ په هيواد کې خورا زيات جنايتونه ترسره کړل خو د اسلامي امارت ميړنيو مجاهدينو د اشغالګرو هر ډول تيري ته خپلې سينې سپرکړې او د دښمن د هر ډول پوځي تيرې په وړاندي يي غوڅ غبرګون وښوده. هيوادوالوته جوته ده چې د هيواد په مختلفو سيمو کې چې د مجاهدينو ليکې پياوړتيا منده دښمن په ډيره بې رحمي د هوا او ځمکې له لاري داسي پوځي عمليات کول چې بريا ترلاسه کړي. خو د خداي(ج) په فضل او دمجاهدينو په سرښندني سره اشغالګر په دې ونه توانيدل چې د اسلامي امارت دمجاهدينو ليکې کمزوري کړي او دښمن لاس ته راوړنې ولري. د منلو ده چې په جګړه کې مرګ ژوبله شتون لري خو افغان مجاهد اولس چې د جهاد او شهادت ميراث ورته د خپلو پلرونو او نيکونو څخه راپاتي دي د اشغالګرو په وړاندي ورته مرګ ژوبله ارزښت نه لري او د هيواد د آزادي او خپلواکې له پاره د مجاهدينو ليکې لاپسي پياوړي کوي. هيوادوالو به د اشغالګرو د شتون پرمهال په کليو او بانډو کې زموږ د هيوادوالو په وړاندي د زور او ظلم ويډیوګانې ليدلې وي چې هيڅ افغان یې د زغم وړ نه ګڼی کله چې به د اسلامي امارت مجاهدينو د اشغالګرو زورزياتي وليده نو د ميړنتوب وينه به يي په جوش راغله او په دښمن به يې داسې ګوزارونه پيل کړه چې رڼا ورځ به ورباندې شپه شوه همدا وجهه وه چې اشغالګرو ځواکونو ومنله چې د اسلامي امارت د مجاهدينو سره د پوځي لاري بري ناشوني دي نويې غوره وګڼله چې د اسلامي امارت سره د مخامخ خبروله پاره تياري ونيسي او اشغال پاي ته ورسوي د اشغال د پاي ته رسيدو په هکله خبرې اترې هم له ستونزو او پلمو ډکې وي خو د اسلامي امارت پوره حوصله مندي او زغم په دې وتوانيده چې د دښمنانو هر ډول ناوړه وړاندويني ونه مني او اشغال پاي ته ورسوی د اشغال په پاي ته رسيدو سره اشغالګرو هيوادو د اسلامي امارت په وړاندي د ستونزو په رامنځ ته کېدو لاس پوري کړو او په ډيره بي شرمي سره د اسلامي امارت سره په کړنو ژمنو سترګي پټې کړې او د مختلفو لارو څخه هڅه کوي چې د اسلامي امارت له پاره اقتصادي ستونزي رامنځ ته او د ديپلوماتيکو اړيکو د پيوند په رامنځ ته کېدو کې خڼډونه راپيدا کړي. خو اسلامي امارت چې د خپلې مناسبې کړنلارې له مخي په دي توانيدلي چې اقتصادي بيارغاونه رامنځ ته کړي او دنيمګړتياو او تشو په ډکونه کې ګړندي ګامونه واخلي چې له کبله يي په ډيرو برخو کې بيلګيزي لاس ته راوړني ترسترګو کېږي.
د اسلامي امارت رياست الوزرا اقتصادي معاونيت چې په ډيره کمه موده کې د اقتصاد د پياوړتيا له پاره ګامونه پورته کړي د يادوني وړ ګڼل کېږي ځکه چې په تېر 1400 لمريز کال کې د صادراتو کچه 850 ميليونه ډالره خو د 1401 کال د وري د مياشتي د لومړي نيتې د کب تر شلمې نيټي پورې د صادراتو کچه 1900 ميليونو ډالرو ته لوړه شوي ده دا ددې ښکارندوي ده چې د اشغالګرو د بنديزونو او فشارونو سره سره اسلامي امارت په دي توانيدلي چې په ځان بسيا له پاره لار هواره کړي ترڅو د پرديو د فرمايشي مرستو څخه خلاصون ومندل شي. په همدې توګه ډاډ ترلاسه شوي چې په ديپلوماتيکو برخوکې به د نوي خوځښت له امله د لاس وهونکو هيوادو هڅې شڼډي او هيواد به په نړيواله کچه ديپلوماتيکې اړیکي ټینګې کړي د متقابلو اړيکو ليوالتيا ښايي د ډله ييزو رسنيو څخه راخپاره شوي رپوټونه را په ګوته کوي چې د اسلامي امارت د مناسب او فعال سياست له کبله په هيواد کې د ننه د يو شمېر هيوادونو سفارت خانې فعالې دي او د خپلو چارو په سمبالښت بوخت دي په دوبۍ کې هم اسلامي امارت افغان کونسلګري ته خپل استازي ليږلي ترڅو د هيوادوالو په ورځنيو چاروکې ځڼډ او ستونزي رامنځ ته نه شي. باور دي چې د هرې ورځې په تيريدو سره د اسلامي امارت په وړاندي د لاس وهني سياست پاي ته ورسيږي او دناوړه هڅو پرځاي هغه لارو لټوي چې د متقابلو ګټو خونديتوب پکښي نغښتي وي.
پوهيږو چې نړيوال به په دي باورمند شي چې د اسلامي امارت په وړاندي د ستونزو او پلمو لټون د اسلامي امارت په دريځ کې کوم بدلون نه شي راوستلي ځکه چې اسلامي امارت د خپلواکې او ازادي له پاره هيڅ ډول فشارونو ته غاړه نه ده ايښي او په راتلونکې کې هم دي ته تيار نه دي چې د نورو په لارښونه دولتي چاري سمبال کړي همدا وجه ده چې اسلامي امارت نه غواړي چې په هيواد کې يې لاس وهنه وشي او ترلاسه شوي خپلواکۍ بيا زيانمنه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *