فرهنگی

مطالعه د ذهنونو د ودې روښانه ډیوه!

پوهه انسان له غلطو لارو ژغوري او په نیکه او مستقیمه لاره يې برابره وي، چې د انسانانو د خیر، ښېګڼې او پرمختګ سبب کیدای شي.

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی
پوهه انسان له غلطو لارو ژغوري او په نیکه او مستقیمه لاره يې برابره وي، چې د انسانانو د خیر، ښېګڼې او پرمختګ سبب کیدای شي.
زموږ د هېواد اوسني نسلونه هڅه کوي، چې زده کړې وکړي، ځکه زده کړه نه یوازې دمادیاتو لپاره دی؛ بلکې معنوي شتمنۍ هم ده، چې په دنیوي او اخروي مزایاوو سره تعلق نیسي.
ځوانانو ته دو یلو وړخبره ده، چې کله دوی لوړې زده کړې کوي او په دندو ګمارل کیږي او ځیني نور چې دندې نه لري، هغوی دې په خپلو پوهې بسنه نه کوي، بې حده دې کوښښ وکړي، چې که زمینه ورته برابره وي، رسمي زده کړې دې وکړي او که نشو یې کولای، اکاډمیکو ځایونو ته دې لوست لپاره ورشي او مطالعه دې وکړي.
که چیرته هغه وخت یو زده کوونکي دښوونځي اویا یو زده کړیال د پوهنتون په دور ه کې مطالعه کوي، آیا هغه مطالعه به ژر د دوی په ذهن ناسته وکړي او که اوس؟ نه که فکر وکړو دښوونځي او پوهنتون لړ یوداسې دوره ده، چې زده کوونکي او زده کړیالان یوازې فکر يې خپلو کتابونو او چپټرونو ته وي، محدوده مطالعه لري او هم ورسره دومره وخت نه وي، چې دنورو کتابونو لوستنه وکړي، کومه مطالعه چې دوی کوي، هغه هم دخپلو سمینارونو لپاره موضوعګانې چمتو کوي او پرې خبرې کوي.
تاسو به دا آزمویلي وي، که سړی څومره ډیر فزیکي کارونه ولري، ترڅنګ يې یو څه مطالعه وکړي، ډیر ژر په ذهن کې اغیزه کولی شي او هم د فزیکي ستړیاوو نه خلاصی مومي، نو هر څوک دخپلو دندو او کارونو ترڅنګ لوست ته هم ځای ورکړي، که هغه په کور کې وي اویا په کتابتون کې غوره ده، چې خپل ځانونه په مطالعې روږدې کړي.
مطالعه په آرام ذهن باید وشي، ځانګړې وخت ورته په پام کې ونیول شي، کوم مضمونونه چې تحلیلي او څیړنېز وي، دهغه لپاره بیل وخت او کوم مضمون چې یادیږي یا ذهن ته سپارل کیږي ورته مناسب وختونه لوستونکي ځان لپاره غوره کړي، چې کوم وخت دلوستونکي په ذهن کې کوم مضمون ژر ښه کار کولی شي.
انسان ډیر عاجز مخلوق دی، خو د توان او پوهې له مخې بیا لوی خدای (ج) داسې پوهه ورباندې لورینه کړې ده، چې دنړۍ پر سر غیر له طبیعي موجوداتو چې الله تعالی پیدا کړي، دا نور هرڅه دانسان د پوهې او تفکر برکت ده، چې جوړ کړي دي.
د لوست په پیل کې لومړي باید دقرانکریم تلاوت او دیني کتابونو ولوستل شي، ځکه چې څوک په خپل دین او اسلام کې معلومات ونلري، بیا هغه هېڅ نه دی، همدا دیني علوم دي، چې عصري علوم يې رامنځته کړي دي.
لوست نه یواځې په کتابونو وشي، بلکې لوست له ورځپاڼو، مجلو، جریدو او ټولنیزو شبکو هم کیدای شي، ځکه دا هغه څه دي، چې دورځني موضوعګانو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي، چې دا مطالعه په لوستوونکي اغیزې کوي، چې دټولو لپاره موضوعګانې تازه او هریو ورسره مخ وي.
مهمه ټولو لپاره ګڼو، چې دلوست فرهنګ په اړه لوستي ځوانان، دجوماتونو ملاامامان ، دښوونځیو ښوونکي او قومي مشران عامه پوهاوی ورکړي، دلوست ښیګڼې او ګټې خلکو لپاره بیان کړي، ترڅو د مطالعې ستر نعمت چې الله (ج) موږ ته راپیرزو کړې، په قدر يې پوه او عملاُ په دودولو کې کوټلي ګامونه پورته او زموږ ذهنونه به روښانه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن