په روسیه کې د افغان ډیپلوماټانو شمېر زیات شوی
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ریانوستي ته ووېیل: “موږ په مسکو کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو شمېر زیاتولو ته اجازه ورکړه.”
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ریانوستي ته ووېیل: “موږ په مسکو کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو شمېر زیاتولو ته اجازه ورکړه.”
نوموړي د اسلامي امارت ډيپلوماتانو ته په اشارې سره ووېيل، چې “پخوا په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې يو کارمند و، اوس ۳ تنه دي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په مسکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست هم د روان کال په اپرېل میاشت کې د اسلامي امارت له خوا معرفي شوی و او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی و.
له هغه ۷ میاشتې وروسته د روسیې دولتي خبري اژانس د عبدالله یاسر یو بل دیپلومات مسکو ته د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه د کار کولو اعلان وکړ.
ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان د سفارت د نویو کارکوونکو په اړه جزئیات ورنه کړل.
د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي ووېیل، نوي ډیپلوماتان به په روسیه کې له مېشتو افغانانو سره د قونسلګرۍ د خدمتونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، ځکه چې په روسیه کې ډېر افغانان مېشت دي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت دیپلوماتانو ترکیې، پاکستان، ترکمنستان، قطر، چین او ایران ته هم سفرونه کړي وو.