جهان

ایټالیا د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې اقدامات کوي

د ایټالیا صدراعظمې جیورجیا میلوني ژمنه وکړه چې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې به اقدام وکړي. هغې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د کابینې په ملتیا یې د هغې ډوبې شوې کښتۍ له نږدې له ځایه کتنه وکړه چې د فرانسپرس اژانس په وینا لږترلږه ۷۲ تنه په کې مړه شوي دي.

د ایټالیا صدراعظمې جیورجیا میلوني ژمنه وکړه چې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې به اقدام وکړي. هغې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د کابینې په ملتیا یې د هغې ډوبې شوې کښتۍ له نږدې له ځایه کتنه وکړه چې د فرانسپرس اژانس په وینا لږترلږه ۷۲ تنه په کې مړه شوي دي. مېرمن میلوني ووېیل، وزیرانو یې له دې حکم سره چې د قاچاقبرانو لپاره چې د پناه غوښتونکو د مړینې یا د هغوی د سخت ټپي کېدو سبب کېږي، د بند سزا تر دېرشو کلونو پورې لوړه کړي. د ایټالیا د کالبریا جنوبې سیمې سواحلو ته نږدې د فبرورۍ په ۲۶ په توپاني هوا کې د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې لږترلږه ۷۲ تنو چې اکثریت یې افغانان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړ. همدا راز خپلو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د مړو د استولو بهیر پیل شوی دی، چې افغانان هم په کې شامل دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *