سیاسی

د اسلامې امارت سره د پلمه ییزو خبرو پرځای مخامخ خبرې ګټورې دي

څرګنده ده چې په نړۍ کې دهېوادونو د جغرافیایې جوړښت راهیسی دحکومتونو او دولتونو تشکیلاتی جوړښت توپیریزه بڼه لري دهرهېواد وګړی دچارو دسمبالښت له پاره بیلابیل قوانین لري او دحکومت یا دولت د واکمنانو سره یې دوګړو ملاتړ اړین وي. خو دواک دترلاسه کولو له پاره دمختلفو لارو څخه کار اخستل کیږی دټولو نه غوره او تعریف شوي خبره داده چې دوګړو له پاره په پرمختیایې چاروکې لاس بری او دخلکو هوساینه په لومړیتوبونو کې شمیرل کیږی.

متین
څرګنده ده چې په نړۍ کې دهېوادونو د جغرافیایې جوړښت راهیسی دحکومتونو او دولتونو تشکیلاتی جوړښت توپیریزه بڼه لري دهرهېواد وګړی دچارو دسمبالښت له پاره بیلابیل قوانین لري او دحکومت یا دولت د واکمنانو سره یې دوګړو ملاتړ اړین وي. خو دواک دترلاسه کولو له پاره دمختلفو لارو څخه کار اخستل کیږی دټولو نه غوره او تعریف شوي خبره داده چې دوګړو له پاره په پرمختیایې چاروکې لاس بری او دخلکو هوساینه په لومړیتوبونو کې شمیرل کیږی. نوځکه میشت وګړی د دولتی واکمنانو چاری له نیږدی څاری او دهغه چا ملاتړ کوي چې په چاروکې یې لاس ته راوړنی ترسترګو شی همداوجهه ده چې په ډیرو هېوادو کې دمفسدو او غاصبو په وړاندی دکرکې څپه را برسیره کیږی او دخلکو ملاتړ له لاسه ورکوی موږ ولیدل چې دپردیو له خوا را تپل شوي واکمنان او تشکیلاتی جوړښت چې د افغان ولس دملی او اسلامی ارزښتونو سره سمون نه درلوده د هېواد دمړنیو او سرښندونکو مجاهدینو له خوا دګواښ لاندی ونیول شو ترهغه چې د اوږد مهاله واکمنی توان یې له لاسه ورګړو او دخپلو بادارانو سره یوځای تیښتی ته اړشول. لیدل کیږی چې دمافیایې کړیو ملاتړ اشغالګر هېوادونه لااوس هم په دي تمه دي چې دګوډاکیانو سره به اسلامی امارت دخبرو اترو بهیر پیل کړی ترڅو یوځل بیا په افغانستان کې دویشل شویو ادارو واکمنی بیا رامنځ ته کړي. او په یوه نوي بڼه د اشغالی معاملی له پاره لارهواره کړی ښه به وي چې غربی نړۍ په خاصه توګه په افغانستان کې اشغالګر هېوادونه دي دخپلو ناوړه اوبی ځآیه تیری کوونکو مداخیلو څخه تجربه ترلاسه کړی وی او په افغانستان کې دخپلو ګوډاګی رژیمونو ګړه وړه او دچارو دسمبالښت په هکله دي بی پری او انسانی څیړنه ترسره کړی ترڅو وه پوهیږی چې دڅه ډول انسانانو څخه یې ملاتړ کاوه او د میلیونو ډالرو لګښټ د افغانانانو له پاره کومه آسانتیاوی رامنځ ته کړی او د تښتیدلو چارواکو پانګه چې په بهرنیو بانکونو او ملکونو کې یې پانګونه کړی له کومه ځایه ترلاسه کړی ځکه د دوی دتیر ژوند د دارای او اوسنی پانګوالی په هکله معلومات په کور دننه او بهریو ارزښتناکه او اړین کار بلل کیږی. همدا وجهه ده چې اشغالګر تردی دمه په واقعیتونو سترګي پټوی او دهغه څه له پاره هلی ځلی او ناوړه پلمیږ تبلیغات کوی چې د افغانانو له پاره دمنلو نه ده ځکه افغانانو په تیرو شلو کلونو کې ولیدل چې هېواد دویشل کیدو او قومي توپیریز چلند په وړاندی دسختو خطرونو سره مخامخ شو او دیوه واحد ملت په وړاندی داسی ناوړه ستونزی رامنځ ته شوي چې تراوسه یې دحل لارنه ده مندل شوي. نوښه او مناسبه خبره داده چې افغانان دنورو هېوادو په څیر ترلاسه شوی خپلواکۍ کې په آزاده توګه پریښودل شی ترڅو حکومتی بڼه او تشکیلاتی جوړښت د افغانانو په خوښه پرمخ بوځی افغانان هیڅ وخت د پردي پالو فرمایشی حکومتونه او واکمنی نه شی زغملی نوله دی کبله دهغو حکومتونو پلوی نه شی کولي چې دوه حکومتی ویشل شوي واکمنی ولری.
ډاډه یو چې نړیوال به په دی وپوهیږی چې افغانان کولی شی خپل برخه لیک پخپله وټاکی او دهېوادوالو دملاتړ سره سم په پرمختیایې چاروکې را پیدا شوي خڼډونه له منځه یوسی او د هوساینی له پاره لارهواره کړی. پوهیږو چې دنړیوالو له خوا ناندریزی خبر به هوساینی له پاره لار هواره کړی. 7مخ

پوهیږو چې دنړیوالو له خوا ناندریزی خبری به دستونزو په هواري کې ځڼډ رامنځ ته کړی خو افغانان چې هر ډول ستونزی زغملی اوس هم ددی زغم لري چې دپردیو له خوا یوه اندازه اقتصادی فشارونه وزغمی او دپردي پالو څخه را پاتی شوي ستونزی په ګډه سره هواري کړي. همدا اوس په هېواد کې دسراسری امنیت دخوندیتوب له کبله دنړۍ یوشمیر هېوادونه چې د اشغالګرو دفشار له امله د اسلامی امارت په رسمیت پیژندنه کې زړه ناړه دي دمتقابلو اړیکو له پاره لار هواره کړی او دناستو پاستو په بهیرکې دښو اړیکو غوښتونکی دي.
مناسبه او غوره به وی چې په ټوله کې نړیوال دڅو اشغالګرو هېوادو ناوړه او نړیوالو قوانینو خلاف وړاندوینو تابع ونه ګرځی او دمستقیلو هېوادو په توګه د اسلامی امارت د رسمیت پیژندنی په هکله آزاده او خپلواکه قدمونه پورته کړي. ځکه اسلامی امارت دنړیوالو نورمونو او قوانینو مطابق د رسمیت پیژندنی شرایط پوره کړی هیڅ پلمه په دی نه ارزی چې د اسلامی امارت رسمیت پیژندنه وځڼډوي. ځکه هرهغه څه چې دهېوادونو پیوند او متقابلی اړیکی دمختلفو موضوګانو له پاره برابروی هغه د رسمیت پیژندنی له پاره دلاری هواریدل ګڼل کیږی.
مناسبه ده چې نړیوال دګواښ او فشارونو پرځای د اسلامی امارت سره داندیښنو په رغاونه کې مخامخ خبری ترسره کړی ترڅو د خپلو اندیښنو په هکله مناسب ځواب ترلاسه کړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن