سیاسی

یو لوی سړی و کوچېد شهید ملا محمد داود مزمل

اخلاص، صداقت، اسلامي نظام ته ژمنتیا او د هیواد سره بې کچه مینه دده د ژوند بارز صفتونه وو، د خارجې اشغالګرو سره یې د جګړو په ډګر کې قوي هوډ او فولادي عزم لاره.

مهاجر فراهي
اخلاص، صداقت، اسلامي نظام ته ژمنتیا او د هیواد سره بې کچه مینه دده د ژوند بارز صفتونه وو، د خارجې اشغالګرو سره یې د جګړو په ډګر کې قوي هوډ او فولادي عزم لاره.
د خوارجو او فتنګرو په وړاندي یې جګړه بهترین عبادت باله ماته یې په ځلونو ویلې وه چې: د خارجې یرغلګرو سره په ډېرو جګړو کې مخامخ شوی یم، خو زه تل خپل خدای ته هغه جګړه چې د خوارجو سره مي د هلمند په یوه سیمه کې کړې واسطه ګرځوم.
هغه د مدرسې یو پاک زړی طالب العلم وو، د کندهار په مرکزې جهادي مدرسه کې زما د کافیې تکرار ته کښېناستلو، کله چې د میزان پر ١٥/ کال ١٣٨٠/ لمریز کې امریکایې یرغلګرو زموږ پر ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ، دی هم په شمال کې موجود وو او زموږ سره یو ځای په زخمې حالت کې د شبرغان په زندان کې بندي وو. شهید ملا محمد داؤد مزمل در یادوم.
هوکې ! مزمل شهید چې اصلاً د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د نورزو د کلې استوګن او په لمریزکال ١٣٥٨ کې زیږیدلی وو، یو جامع الکمالات انسان وو هغه د جګړې د ډګر یو پیاوړی او په نظامي تاکتیکونو پوه جنرال وو تابه فکر کاوه چې د کوم نړیوال حربې پوهنتون نه یې په لوړو نمرو دوکتورا اخیستلې.
کله چې د امریکایې یرغلګرو په خلاف جهادي خوځښتونه پیل شوه شهید مزمل هم د هغو لومړنیو کسانو نه وو چې برخه یې پکې واخیستل او هغه د خپل جګړه یېز مهارت، زړه ورتیا او فوق العاده خدای ورکړي استعداد له برکته د مجاهدینو تر منځ ډېر ژر مشهور شو.
شهید مزمل مي بیا ځلې کال ١٣٨٦ لمریز کې هغه وخت ولید چې ګرشک ولسوالۍ کې د ده آدم خان او زمبلې په سیمو کې مجاهدینو د دښمن سره جنګې کرښې ساتلې.
ملا محمد داؤد مزمل چې کله د فراه ولایت لپاره والي وو په دې موده کې داسلامي امارت مجاهدینو ډېر پرمختګونه وکړل، آن یو وار خو د فراه د ښار ځینې برخې د مجاهدینو تر ولکه لاندي راغلې.
همداشان کله چې د هلمند ولایت لپاره مرستیال وو په بیلابېلو سیمو کې یې پر دښمن کړۍ راتنګې کړلې، د ده ځانګړتیا داوه چې شخصا خپله به یې په عملیاتو کې برخه اخیستل تر دې چې په ډېرو جګړو او تهاجمې عملیاتو کې به تر نورو وړاندي روان وو.
هغه وخت چې د امریکایانو او کابل ادارې په شتون کې د ننګرهار ولایت ډېری ولسوالۍ دداعشې خوارجو لاسته ولوېدلې د اسلامي امارت مشرتابه ددې فتنې د کابو کولو لپاره ننګرهار ته ولیږه چې شهید مزمل هم په ډېر ښه ډول او بیخې کمو تلفاتو په ورکولو ددې فتنې رېښې وچې کړلې.
کله چې د ننګرهار د جګړو نه دی راستون سوی وو ما د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې ولید او ددې جګړو په اړه یې حیرانوونکې کیسې راته وکړلې یوه عجېبه خبره یې داوه چې راته کړل یې: خوارج ډېر وحشیان او د انسانیت له پولو اوښتې خلک وه ځکه کومو سیمو ته چې دوی راغلې وه حتا حیواناتو لکه (سپي او پیشوګان هم له هغو ځایو نه تللي وه او کله چې موږ ورغلو او فتنه ګر مو له سیمې وشړل نو دا حیوانات هم راپیداکېدل او راتلل.
مزمل شهید ته الله تعالی ښه حافظه او اېمانې فراست ورکړی وو، هغه د اسلامي امارت اصولو او اقدارو ته ډېر زیات وفادار وو، د خپلو امیرانو بشپړ اطاعت یې کاوه.
که څه هم نوموړی شهید تر ډېره په نظامي چارو کې بوخت وو خو بیا به یې هم هڅه داوه چې په یو نه یو ډول د درسونو او علمې برخې سره هم ښکېل پاتې وي.

ملا محمد داؤد شهید په ډېرو ستونزمنو او مشکلو حالاتو کې په هیواد کې اوسیدلو ته ترجیح ورکول، یو وخت کې ټول هلمند د امریکایې او انګلیسې یرغلګرو تر پوره پوښښ لاندي وو، شپنۍ چاپې او بمبارونه روان وه خو بیا هم د دې ټولو کړاوونو سره سره دی همالته اوسیدی.
شهید مزمل د یوې ورځي وضعیت راته داسي انځور کړ:
یو وخت په هلمند کې د دښمن له لورې هوایې عملیات او د ډرون الوتکو بریدونه ډېر زیات شول، یوه ورځ درې څلور نور ملګري هم راسره وه، فضا هم سخته خرابه وه، دوی ته مي وویل ددې ځای نه به ولاړ سو زه او یو بل ملګری پر یوه طرف پر پښو روان شوو، د سترګې تر کونج مي پاس اسمان ته وکتل چې په ډېر لنډ واټن کې درې ډرون (بې پیلوټه) تاوېدلې، پر دې مي یقین سو چې حتما به اوس برید راباندي کوي نو هغه د څنګ ملګري ته مي وویل تاسو ته هم اجازه ده زه یواځي هغه فلان ځای ته ځم.
ملګری مي ځکه رخصت کړ ځکه دامي یقین سو چې حتما به ډرون الوتکه واری ( ټک ) راباندي کړي سړې زه خو د دښمن د لوري کشف شوی یم نو دا بل ملګری ولي په مرګ ورکړم نو ځکه مي رخصت کړ.
د مزمل شهید بله ځانګړنه داوه چې کله به مجاهدین ملګري ورسره وه، د شپنیو چاپو خطره او وېره به موجوده وه او ده سره به څلور پنځه ملګري ورسره وه نو ده به هم د ملګرو سره حتما خپل نوم په پیره کې ولیکی.
کله چې د فتوحاتو وروسته په لومړیو وختونو کې د ننګرهار ښار او شااوخوا سیمې یو ځل بیا نا ارامه او خوارجو پکې ځیني تحرکات پیل کړل نو بیا هم د اسلامي امارت مشرتابه محترم ملا محمد داؤد مزمل ددې فتنې د کنټرول لپاره ننګرهار ته د والي په توګه ولیږی چې الحمدلله په ډېره لږه موده کې یې د خوارجو ټول فعالیتونه صفر ته راټیټ کړل، او وروسته یې د بلخ ولایت د والي توګه مقرر کړ.
شهید ملا محمد داؤد مزمل تقواداره، پاک نفسه، متدین، متواضع او ویښ انسان وو، د هغه یواځینۍ هدف او آرزو د الله تعالی پر ځمکه د الله د نظام قائمول وو، او په دې لاره کې یې هر راز ستونزي او مشکلات تحمل کول او زغمل.
موږ بشپړ یقین او باور لرو کومه لار او مسیر چې مزمل شهید پرې روان وو او شپه او ورځ یې ددې لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کول، همدا حق او رشتینی مسیر دی او په دې لاره کې اېثار او قربانې په دنیا کې د عزت او سرلوړی او په آخرت کې د تل پاتې سعادت او فلاح موجب ګرځي.
د الله تعالی په لار کې یې سپېڅلی شهادت د ژوند ټاپ هدف وو چې بالآخره دې هدف ته ورسید او په ١٤٤٤/٨/١٦/ هجري قمري چې د ١٤٠١/ لمریز کال د حوت د میاشتې د ١٨ نېټې سره سمون خوري په یوه برید کې په شهادت ورسید.
روح یې ښاد او یادونه یې تاند

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *