د نیشه یي توکیو د څه باندې ۵ زرو قاچاقبرو د نیولو خبر ورکړل شو
د کورنيو چارو وزارت وېيلي؛ په ۴۲۱۰ عملياتو کې د څلورو بهرنيو وګړيو په ګډون ۵ زره ۵۱ کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وېيلي؛ په ۴۲۱۰ عملياتو کې د څلورو بهرنيو وګړيو په ګډون ۵ زره ۵۱ کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د دغه وزارت د نیشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې یوه چارواکي محمدالله احمدي وېیلي چې د دې ترڅنګ له ۵۰۰ ټنو ډېر نشهيي او الکولي توکي نيول شوي او د هغو د توليد او پروسس ١٧٠ فابريکې ويجاړې شوې دي. چارواکو دغه راز د هېواد په مختلفو سیمو کې د نیشه یي توکیو د زرګونه معتادینو د راټولولو او درملنې خبر هم ورکړی.
د نیشه یي توکیو د فصلونو د له منځه وړلو خلاف هم د پراخ کمپاین خبر ورکړل شوی، خو له دې سره لا هم د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د نیشه یي توکیو د کرکیلې او قاچاق له پلوه اندیښمن دي.
څو ورځې وړاندې هندي رسنیو ووېیل، چې هېواد یې راتلونکو څو میاشتو کې د شانګهای سیمه ییزسازمان د دوره یي مشر په توګه په افغانستان کې د نیشه یي توکیو د موجودیت او زیاتیدو د اندیښنو په اړه د دغه سازمان ځانګړې غونډه رابولي.