عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د یو شمېر ولایتونو له دیني عالمانو او مسوولینو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د کندهار، کابل، کاپیسا، بغلان، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو له ګڼ شمېر دیني عالمانو سره وکتل. په دغه کتنه کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزارتونو سرپرست وزیرانو هم ګډون کړی و.

امیرالمومنین حفظه الله په دغه کتنه کې دیني عالمان خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل او د اوسني نظام د ښه خدمت کولو، د دیني علم د ترویج، د کتابونو او مقالو د لیکلو او د اسلامي شریعت د ښه تطبیق توصیه وکړه.
وروسته د یو شمېر موضوعاتو په هکله د راغلو دیني عالمانو څخه نظرونه واخیستل شول.
علماء کرامو هر یوه په خپل وار سره د مجلس د بحث پر موضوعاتو د رڼا اچولو ترڅنګ د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او هم مهاله یې د ولس یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ته وړاندې کړل.
دیني عالمانو همداراز ژمنه وکړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د فرامینو او احکامو عملي کول او د ولس ستونزې حلول خپله وجیبه ګڼي او همدارنګه د اسلامي نظام د لا ښه والي او پرمختګ لپاره ګړندي ګامونه اخلي.