جهان

پاکستان کې د يوې مياشتې موده کې بريدونو ۶۲کسان وژلي

د پاکستان د امنیت او جنګ د مطالعو انستیتیوت وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې د وسلهوالو مخالفانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د امنیت او جنګ د مطالعو انستیتیوت وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې د وسلهوالو مخالفانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي دي. د دغه انستیتیوت له شمېرو سره سم، د پاکستان د دولت وسلهوالو مخالفانو په یاده موده کې ۵۸ حملې کړي چې تر ټولو ستره یې د کراچۍ د پولیسو پر مرکزي دفتر و. د انستیتیوت له معلوماتو سره سم، په دې حملو کې ۲۷ ملکیان، ۱۷ پوځیان او ۱۷ حمله کوونکي مخالفان وژل شوي دي. همدا راز په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې ۱۳۴ تنه ټپیان شوي دي. د پاکستان د امنیت او جنګ د مطالعو انستیتیوت دا هم ویلي چې، له ۲۰۱۵ را وروسته دا لومړی وار دی چې په پاکستان کې په یوه میاشت کې ۵۸ حملې کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *