اقتصادی

قوش‌تېپه کې دې صنعتي برخې ته پام وشي

حبیب الرحمن رحیمي

زموږ هېواد چې دې طبعي سرچينو لکه اوبه ،ښه هوا ،سیندونه ،دې ځمکو مختلف جوړښتونه او نورو لرونکی دی چې په ټوله کې دې طبعي اړخه یو بډای مملكت بلل کېږي.

دې یاد هېواد اتيا سلنه وګړي پر کرنه او مالدارۍ اخته دي، کوم چې له پوره زيار سره سره  دې پام وړ  عاید ترې لاسته راوړلی نه شي او دلته ګڼ شمېر لاملونه لکه عنعنوي کرنه ،دې اصلاح شویو تخمونو ته نه لاسرسی، دې اقلیمي تغیراتو څخه بې خبري ،د مارکېټونو نه څېړل ،دې حاصلاتو غیر معیاري راټولول ،سوداګریزې ستونزې،ساتنځایونو نشتون او نور هغه څه دي چې تر ټولو سخت زیان کروندګر ته رسېږي، په پایله کې زموږ بڼوال تر دې کچې کمزوري کېږي چې د خپلې کرنې دې اغېزمنتيا لپاره دوا، کمیاوي سره او نورې اړینې چارې سرته رسولی نه شي.

بلخوا زموږ دې هېواد څخه په زرګونو ټنو مېوې،  دانې او نور خام مواد په ډېره ټیټه بیه بهرنیو هیوادونو ته په ځانګړي ډول ګاونډیو ته صادرېږي چې په بندرونو کې زیات وخت صادراتي کاروانونه تر دې وخته منتظر کېږی چې حاصلات خپل کیفیت دې لاسه ورکړي او سوداګر پرته له ګټې را وګرځي

پاتې دې نه وي چې د سوداګریزو اسانتیاوو دې نشتون له امله ډېری وخت حاصلات پر سرکونو دې لمر دې وړانګو په واسطه له منځه ځي.

دې همدې پورته ستونزو په یادونې سره په کار ده او لا تر اوسه کافي وخت لرو چې د قوش تېپې دې کانال لپاره صنعتي برخې پلان چمتو کړو کوم چې دې معياري ګدامونو، فابریکو، بسته بندۍ او بازار موندنې اسانتیاوې ولري تر څو کروندګر د پام وړ ګټه تر لاسه کړي.

دې موضوع دې لا وضاحت لپاره موږ دوه بېلګې را اخلو لکه پنبه او غنم که چېرته په ياده ځمکه کرل کېږي باید د پنبې د پروسس، غوړيو او نساجي فابریکې جوړې شي او همدارنګه د غنمو لپاره معياري ګدامونه،ژرندې او ان تر دې چې دې مزارشريف دې سېلو لپاره به پوره خام توکي برابر کړي چې تر یوې زیاتې کچې به دې اوړو دې واردولو مخه ونیسي کوم چې له بهرنیو هیوادونو څخه ياد هيواد ته راوړل کېږي.

څاڅکي څاڅکي سیند جوړېږی، دې همدې مخې به دې يادو چارو په رسولو سره دې صنعتي افغانستان پر لور خپل ګامونه ګړندي ګړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *