اجتماعی

خلک د ټولگټو پروژو له پلي کېدوڅخه خوښ دي

شاه محمود درویش

 دا واقعیت اوس ټولوته روښانه شوی چې په هېواد کې د تېرو کابو څلور نیمو لسیزو پرله پسې جگړې، ناخوالو او ناوړه اغېزو له پلوه ګران افغانستان نوې جوړونی او بیا رغاونې ته ډېره اړتیا لري، بناء له دې څخه هم سترگې نه شي پټېدلی چې په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کېدو ترڅنګ د ډول ډول ټولګټو، رغنیزو او بنسټیزو پروژو پیل او بیا رغاونې ته هم پاملرنه زیاته شوې ده، چې په ټوله کې دغه بهیر افغان پتمن ولس د زړه له کومې ستایي او لاهم د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې په انډولیزه توګه د پلي کېدو هیله لري، پردې بنسټ دلته د بشپړی شویو ځینو ټولګټو پروژو څخه دبیلګې په توګه یادونه کوو: په دې وروستیو کې د خوســت ښــاروالۍ له خوا دخوســت ښــار بېلاببېلو ســيموکــې پــه ۶۶ ميليونــه افغانيــو د داخلــي ســړکونو او لښــتيو جوړولو څلور پروژې بشــپړې شوې دي. د مسوولینو په وینا دغه څلور پروژې چــې په ښــار کې پلې شــوې، په کې دوه نيم کيلومتره د ښــار داخلي ســړکونه او څــه باندې پنځه کيلومتره په اســاسي ډول د لښــتيو جوړول شــامل دي، البته د يــاد پروژو لګښــت د ښــاروالۍ له خپلې بوديجــې ورکــول کېږي، چې د ۱۴۰۲ کال پــه جريان کې پيل شوې وې او اوس بشپړې شوې. همــداراز د مسوولینو په وینا د ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت يــې د يوې بلې پــروژې چارې هم پيل کړي، چــې له مخې به يې، د درې کيلومتروپه اوږدوالي په اســاسي ډول لښــتي جوړ شي، د خوســت ښــاريان هم د يادو پروژو په بشــپړېدو بې له شکه چې ډیرخــوښ دي.

همداشان د هــرات ځايي مســئولينو له قوله هم ویل شوي، چې د ياد ولايت په انجيل، ګــذره، او زنده جان ولســواليو کــې د څلورنيم ميليونو ډالرو په لګښــت ۱۵۰ بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې شوې دي، البته په يادو پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سړکونه، استنادي ديوالونه، کارېزونــه او کانالونــه جوړول شــامل دي، چې د خوړو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴،۵ څلور اعشــاريه پنځه ميليونه افغانيو په لګښــت ګټې اخيستنې ته سپارل شــوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د اســلامی امارت پــه راتګ سره په هېواد کې ســلګونه ټولګټې پروژې بشــپړې شوي او د ګڼ شمېر نورو ډول ډول پروژو چارې لاهم روانې دي.

له شک پرته چې د افغانستان اسلامي امارت د اړوندوارگانونوله لورې د ډول ډول ټولګټو پروژو دهراړخیزو پروگرامونو د تطبیق اوگټې اخیستنې بهیر او د هېواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایي پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ هم د قدر وړده، ځکه چې تراوسه یی دخلکو دلومړیتوبونو سره سم دهېواد په یوشمېر ولایتونو کې ډول ډول ټولګټې پروژې طرحه اوتطبیق کړیدی، په دې هیله چې په ټولیزه توگه د هېواد آبادي، سمسورتیا او ښیرازې په موخه د افغانستان اسلامي امارت دشته امکاناتو ترڅنگ دمرستندویو هېوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغیزمنو، رغنیزو او بڼسټیزو پروژو ولږول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زمونږ جگړه ځپلی هېواد آباد ، ودان، سمسور او ښیرازه شي او هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهېواد په گوټ گوټ یعنې کلیو، بانډو او ښارونو کې دمختلفو ټولګټو، بنسټیزو اورغنیزو پروژو دعملي کېدو بهیر دپرمخ بیولو په ترڅ کې به هم گڼ شمېر هېوادوالو ته چې همدا اوس د هېواد په مختلفو ساحوکې له بې کاري اوبې روزگاري څخه سرټکوي او په ورځني ژوند کې له بې شمېره ستونزو سره لاس اوگریوان دي په هېواد کې دننه دوی ته دسالم کار او روزگار زمینه هم برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زمونږ هېواد آباد او ودان شي او له بله پلوه به گڼ شمېربې کاره او بې روزگاره هېوادوال چې دکارموندنې له پاره بهرنیو ملکونو ته دتلو تکل لري دوی به هم دبیکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن اوربړوونکې حالت څخه وژغورل شي او په هېواد کې دننه به له سالمو بوختیاوو څخه برخمن او د گران هېواد سرلوړي افغانستان په آبادي او ښیرازي کې به هم په ښه ډول برخه واخلي او په دې توگه زمونږ هېواد به هم ورځ تربلې د ترقي او پرمختگ پرلور لا پرمخ ولاړ شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *