افغانستان

بادغیس کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه حل شوه

انیس: د بادغیس ولایت د خواجه قرقیطه په سېمه کې د دوو کورنیو ترمنځ درې میاشتنۍ شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، ځایي دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځکړیتوب حل شوه.

 یاده شخړه چې د یو لړ سیمه ییزو ستونزو پر سر رامنځته شوې وه او د څو میاشتو را پدېخوا يې جریان درلود، پرون د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، ځایي دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هڅو دواړه لوري سره کښېنول شول او رامنځته شوې شخړې ته یې د پای ټکی کېښود.

په پاي کې دواړه کورنیو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به یو بل ته ستونزه نه جوړوي او د حاکم اسلامي نظام تر قیادت لاندې به ژوند کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *