گزارش

چپرهار ولسوالۍ کې د اوبو ستونزې او د مسئولینو هڅې

انیس: چپرهار ولسوالۍ چې د ننګرهار ولایت یو له ختیځو ولسوالیو څخه ده، چې اوس یې مسئول ین وایي دغه ولسوالۍ کې د حکومت لخوا د اوبو مدیریت او اوبو رسولو برخه کې زیات کارونه شوي دي، خو بیا هم نږدې ۶زره کورنۍ د پاکو اوبو له مشکلاتو سره مخ دي.

د چپرهار ولسوال اعلا ګل شعیب د انیس ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي پیغام کې وویل چې د امیرالمومنین (حفظه الله) د فرمان پر اساس د ننګرهار ولایت په ۲۱ ولسوالیو کې د باراني او سېلابي اوبو چکډیومونه منظور شوي چې د چپرهار لپاره هم یو چکډیم منظور شوی دی، چې د اعمار او رغونې چارې یې پای ته رسېدلي او د کار په جریان کې د کرنې ریاست او ولسوالۍ مقام د کرنیزو خدمتونو مدیریت د کارمندانو لخوا یې نظارت شوی، د نقشې او طرز العمل مطابق جوړ شوی دی.

د دغه چکډیم د مالي برخې او ارزښت په اړه ښاغلی شعیب زیاتوي: د دغه چکډیم لپاره (۲۸۲۰۵۶۷) افغانۍ منظور شوي چې نهایي براورده به یې د ولایت مقام د کمېټې لخوا کېږي او ګټې اخیستنې ته به سپارل کېږي، د ذکر شوي چکډیم سره د تحت الارض اوبو سطحه لوړه شوې، د نږدې ساحو څاګانو او چینو اوبه زیاتې شوې دي.

هغه په سوداګرو غږ کوي چې دې ولسوالۍ ته دې د پاکو اوبو رسولو برخه کې زیاته پاملرنه وکړي، ځکه چې د دهٔ په وینا دغه ولسوالۍ کې له ۶ زره څخه زیاتې کورنۍ پاکو اوبو ته لاس رسی نلري.

ښاغلي شعیب په دغه ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو د زیاتونو په اړه هم وویل: د اوسني سېلابونو او بارانونو له کبله د اوبو کانالونه په زیاته کچه تخریب شوي چې ولسوالۍ یې د جوړولو توان نلري او همدارنګه پخواني کاریزونه یې د وچکالۍ له کبله غیرفعال دي، چې پاک کارۍ ته ضرورت لري، د ټولو څخه زیاته او مهمه د اوبو منبع د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې په تنګي کې د اوبو غټ ډېم په کمو امکاناتو جوړېږي چې د چپرهار ولسوالۍ او پچیراګام ولسوالۍ لپاره زراعتي اوبه برابروي او هم د برښنا سهولت برابرېږي، د چارواکو او خیریه نهادونو څخه مو هیله ده چې په لومړي قدم کې د تورې بوړې چکډېم جوړ کړي.

په دغه ولسوالۍ کې د یتیم پالنې مرستندویه موسسې لخوا یوه تازه د اوبو ذخیره جوړه شوې ده، چې نږدې ۱۵ سوه کسانو ته پاکې اوبه رسوي. د همدې خیریه موسسې مسئول  محمد صادق ساپي د انیس ورځپاڼې خبریال ته د نوموړي ذخیرې په اړه وویل: دا ذخیره له ۸ زره لېتره څخه تر ۱۰ زر لېتره پورې اوبه ذخیره کوي، ۱۲۰۰ د مکتب شاګردان چې له مشکلاتو سره لاس او ګریوان و، چې د اوبو اسانتیا یې نلرله، نو کله به یې چې د سولر په سیستم اوبه جیګولې، له هغې یې درسته استفاده نه کېدله او اوبه یې ضایع کېدلې، د مکتب ۱۲۰۰ شاګردان، د سرک لارویانو، د غونډۍ شاته کورونه هم له دغې ذخیرې څخه استفاده کوي، چې ۱۵ سوه کسه له دې اوبو څخه د څښاک اودسونو او نورو ضروریاتو په خاطر استفاده کوي. دی وایي چې مخکې له دې به خلک یونیم / دوه کیلومتره لرې اوبو پسې تلل، چې خورا ورته ستونزمنه وه.

ښاغلی ساپی د دغه شان ساګانو د ارزښت په اړه وایي چې دغه ډول ساګانې د اوبو د اسراف مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو نم په زیاتېدو او د بوټو خړوبولو کې ګټور تمامېدلی شي.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *