اسلامی

د نېکمرغه لوې اختر په ورځو کې راشه درشه

شاه محمود درویش

په اسلامي نړۍ کې د پاک الله(ج) له خوا په یوه کال کې دوه اخترونه په ډېره زیاته مینه، خوښي، خوشحالي او پاک خدای(ج) ته په سپېڅلي عبادت کولو سره لمانځل کېږي او په ټولومسلمانانو کې د شوال لومړۍ ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او د «ذی الحجی» په لسمه ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او دغه ورځې د ټولو مسلمانانو له خوا په خوشحالیو، خوښیو، لیدنو کتنو او مبارکیو لمانځل کېږي او د اخترونو په لومړۍ ورځ خلک جامع جوماتونو ته ورځي او هلته د اختر لمونځ اداء کوي او په دې توگه د اخترونو د خوشحالۍ لپاره مسلمانان نوې جامې کوي، ځانونه ښکلي جوړوي… او په ټولیزه توگه ښځې، نارینه، ځوانان، پېغلې او ماشومان په دغې ستره خوشحالۍ کې برخه اخلي او په ډېرې خوښۍ اختر په ډول ډول سیمه ییزو دودونو لمانځي، ديادونې وړده چې څه باندي دوه مياشتې مخکې موږ کوچنی اختر ولمانځه او دادی اوس موږ ټول دنيکمرغه لوې اختر په درشل کې يو، البته په لوې اختر کې دټولنې په هروګړي او کورنۍ چې ژوند يې په بشپړې هوساينې پرمخ روان وي او دخپلو اړتياوو په پوره کولو سربيره دوی يوڅه پانګه هم ولري نو په داسې کورنيو او وګړو (قرباني واجب) ده. همداشان د علمای کرامو په وينا هرمومن مسلمان که هغه نارينه وي يا ښځينه په دې شرط چې دهغوی په ملکيت کې (دوه سوه درهمه) يا دهغو شرعي قيمت پراصلي اړتيا سربېره موجود وي دغه څيز که طلا، نقره، ګاڼه (زيورات)د تجارت مال يا دکورنۍ له اصلي اړتيا څخه زيات سامان وي، پرې قرباني واجب ده، د قرباني په مال باندي دکال تېرېدل شرط دی، دصغير ماشوم له خوا دده پرپلار (ولي) (په ظاهر الرويه) قرباني واجب ده.

د یاددښت وړ ده سربیره پردې چې د نېکمرغه اختر په دریو ورځو کې لیدنه کتنه هم ددغه اختر د مراسمو یوه برخه گڼل کېږي چې له یوه پلوه له استثنا پرته ټول نارینه ښځې، ځوانان او مشران په ډېرې خوشحالۍ او د زړه له کومې په کې برخه اخلي. د خواشینیو کینو او کدورتونو په هیرولو او درښتینې محبت په څرگندولو د دوستانو او خپلوانو کورنو ته ورځي، نو هر شخص هڅه کوي مخکې له مخکې د اختر د خوښی او خوشحالی وسایل د خپل وس او توان په اندازه برابر کړي او د ډول ډول وچو او تازه میوو دسترخوان په خپل کور کې و غوړوي او د دوستانو، عزیزانو او خپلوانو لیدل د خوښي په ځانگړو احساساتو او ډېرې خوشحالۍ وستایي او ښه راغلاست ورته ووایي او له بله پلوه د یو او بل له حال او احوال څخه هم باخبره شي، نو په دې اساس لازم او ضروري برېښي چې په اختر کې د ماشومانو له زیاتو خوړو څخه مخنیوی وشي او په ټولیزه توگه ټولو هېوادوالو ته ښایي چې د اختر په نېکمرغه ورځو کې له زیاتو خوړو څخه ډډه وکړي، ځکه چې په هر حالت کې زیات خوراک روغتیا له گواښ سره مخامخوي. په دغو ورځو کې ټول هېوادوال هڅه کوي د خپلو دوستانو د ښې میلمه پالنې په موخه د خپل وس او توان په اندازه ډول ډول وچې او تازه میوې، کیک، کلچې ، همداراز د قرباني غوښې او نور خواړه او خوندور څیزونه د دوستانو مخې ته کېږدي، د دوستانو مېلمه پالنې او دوست پالنې ته باید د قدر په سترگه وگورو او خپلې روغتیا ته هم ځانگړی پاملرنه وکړو ځکه چې وایي:(کاری کن به اندازه تا ترا از پا نیندازه) نو اړینه ده چې د اختر د ورځو د مراسمو په اړوند په لومړي قدم کې باید خپلو اولادونو ته بشپړ معلومات ورکړو، یعنې د دوستانو د تگ او راتگ په اړوند چې زموږ په ټولنه کې په دودیز ډول د اختر د مبارکۍ په ویاړ په هره کورنۍ کې راشه درشه کوي، نو د دوستانو د راتگ پرمهال اولادونو ته باید وویل شي چې لومړی دوستانو ته السلام وعلیکم او وروسته د اختر مبارکۍ ووایی او بیا په ډېره مودبانه توگه ورسره دمخه ښې مراسم هم ترسره کړي. البته داهم اړینه ده چې خپل اولادونه باید په دې وپوهوو کله چې د اختر خواړه د دوی مخې ته ایښودل کېږي په ډېر مودبانه ډول ترینه استفاده وکړي له ډېر خوراک څخه ډډه وکړي، ځکه چې په دغو ورځو کې ستاسو ډېر خوراک روغتیا له گواښ سره مخامخوي او خداي(ج) مه کړه که چېرې په دغو ورځو کې ستاسو کوم اولاد د ډېر خوراک له امله ناروغه کېږي نوبې له شکه به په دې اړوند تاسې، ستاسې اولادونه، ستاسو خپلوان او دوستان له خواشینۍ سره مخامخ شي او هم به مو د اختر د ورځو د خوښۍ شیبې په خواشینۍ بدلې شي، نو مخکې له دې چې زموږ هېوادوال او د هغوي کورنۍ له دا ډول خواشیني سره مخامخ شي، باید پورته ټکي په بشپړه توگه په پام کې ولري ترڅو د اختر د خوښي ښې شېبې او ورځې مو په خوښي تېرې او اوږد مهاله روغتیا مو د ټولو اولادونو په برخه شي، په دې هیله چې د نېکمرغه لوی اختر ورځې پرته له هر ډول امنیتي ننگونو د بشپړ امنیت او نېکمرغه سولی په فضا کې د هېواد په گوټ گوټ کې په خیر سره تېرې شي او ټول پتمن هېوادوال د خوښي او خوشحالۍ دغه ورځې په ښه توگه ولمانځي او خوند ترینه واخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *