اجتماعی

د دې اقدام حق لومړی وو!

محمد ترابی

د هیواد ورځپاڼې د خبر له مخې چې ملګرو ملتونو د اسراییلو د پوځ نوم د سر غړونکو په نوم لړ کې شامل کړی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتینوګوتریش ویلي چې اسراییلي پوځیان په غزه کې ټولوژنه کوي، ښځې او ماشومان وژني.

د غزې په اوس روان جګړه کې د امریکا له ملاتړ برخمن اشغالګر رژیم تر دې مهاله له ۱۵ زره او پنځه سوو زیات ماشومان یې شهیدان کړي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د توپان الاقصې د عملیاتو له پیل سره سم د حماس اسلامي مقاومت د القسام لیوا څانګې مشرتابه او زړور مجاهدینو یې خپلې سپېڅلي مبارزې ته نوی رنګ ورکړ او د هغوی سالمې رهبري وکولای سول تر اوس مهاله چې اته میاشتي تېرېږي خپل مقابل لوری په هر لحاظ ښه وځپي، چې لله الحمد اوس د مذاکراتو مېز ته نېږدي سوي دی. خو د هغوی مدبره سالاره یحی السنوار داسې شرایط مخې ته ورته ایښي دی چې مقابل لوری ورته حک حیران دی.

او امید لرو چې د حماس مشرتابه به تر خپل دریز هیڅکله وانه وړي .

هغوی خو تر خپل وس او استطاعت پوری مکلف وو نور الله ج هم پوښتنه نه ترې کوي ،وروسته بیا د امت دا ستر زخم د ټول امت و درملو ته په تمه سول چې تر اوسه نه د فلسطین کوم ګاونډي عربي هیواد او نه لرې پرتو هیوادونو د هغوی د لاس نیوی وکړي؛ حتی د صهیونیستي رژیم بې رحم او اوږد مهاله بمبارې یې نده غندلې چې دا نو د ایمان هغه ټیټه کچه ده. بالمقابل دغزه والو سره دا بد لا هم کوي چې د دوبۍ یو امیر د یو مردار شوي اسراییلي دوو بچو دومره پالنه وکړه چې خپله ټوله شتمني د هغوی په نامه اړوي ،او وایي چې دا دوه یتیمان بیا د خپل پلار د نشتون احساس ونه کړي افسوس! ستاسو پر حال.

کله چې غزه، رفح او په مجموع کې ټول فلسطین له ټولې نړۍ څخه د امید تمه ختمېږي بیا نو مخ ګواښونکي ته اړوي ،چې د ملګرو ملتونو اداره ده.

 دا خو اوس بیخي جوته ده چې یاده اداره بیخي خپل واک او اختیار نلري، تش کال بوت معلومېږي او د غرب پریکړې د مسلمانانو په زیان تر خولو را باسي اوبس .

کله چې دوی د خپل سر په سترګو رډ رډ دا بوږنونکی منظر ویني څه د پاسه اته میاشتې انتظار باسي او د بادارانو لارښونې ته غوږ ږدي د هغوی لارښوونه هم ځنډېږي.

د دنیا په ګوټ ګوټ کې په پراخ کچه هره ورځ پراخ لاریونونه پیلېږی بیا هم دوی کاڼه او ړانده دي.

خالص د شهیدو ماشومانو شمېر د دوی د شمېر له حد نه اوړي بیاهم څه نه وایي ګونګ دي.

د شهیدو او ژوبل شویو غزه والو شمېر تر زرګونو رسي لا هم چپ پاتي دي.

ټول غزه تړانګه ړنګېږي او حتی کمپونه هم بمبارېږي لا دا اداره چپه پاتې کېږي.

رفح سوځېږي لا هم دوی چپ خوله کښیني.

ټول وژنه بې شرمه او ذلیله دښمن جاري ساتي لاهم دوی چپه خوله پاتېږي.

او بیا خپله داعېه او شعار حقوق بشر زمزمه کوي.

نو د صهیونیستي رژیم له دې ټولو ښکاره سرغړونو څخه دا جوتېږي چې دا اداره بې واکه ده .دوی خولې د دنیا د مستکبرینو د پریکړو مایکونه دي. دوی بلواکه دي ، دا د نړۍ د ګټو لپاره جوړه سوې اداره ده ځکه نو د اسراییلو د پوځ نوم دومره ناوخته د سرغړونکو لیست ته اچوي او حق خو دا وو چې د اولي بمبارۍ څخه وروسته یې ور اچولای وای.

د مظلومو وروڼو د ملاتړ په پار!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *