تبصره

له نړیوالو غونډو څخه باید د سیمې د همکارۍ او همپالنې په ګټه د سیاسي پوهې تر سیوري لاندې استفاده وشي

خبرې اترې او تفاهم د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو یو اصل دی چې اسلامي امارت پر هغه ژمن دی او نور هم د هغه رعایتولو ته هڅوي.

ج-ذ
خبرې اترې او تفاهم د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو یو اصل دی چې اسلامي امارت پر هغه ژمن دی او نور هم د هغه رعایتولو ته هڅوي.
د باختر آژانس مبصر لیکي: سیمه ییز او نړیوال کنفرانسونه او غونډې زیاتره د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په مقصد جوړېږي، په دغه شان غونډو کې هلې ځلې کېږي، څو د هغو ستونزو د حل لپاره چې د هېوادونو په اړیکو کې تاوتریخوالی رامنځته کوي د حل لاره پیدا شي، په ټولیزه توګه نړیوالې غونډې د سیاسي پوهې تر سیوري لاندې او د نړې د نویو اړیکو تر سیوري لاندې د تعامل او همکارۍ پر لور یو فرصت دی، چی باید ورڅخه د سیمه ییزې همکارۍ او همپالنې په ګټه استفاده وشي.
په آلمان کې د امنیتي همکارۍ په ۵۹ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه خبرې وکړې، چی ځینې خبرې یې هیله مند کوونکې او ځینې نورې ناهیلې کوونکي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې سوله ییز افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې له دغه هېواد سره د ظرفیتونو د لوړولو، د افغانستان د شتمنیو د آزادولو، د بانکي محدویتونو د لرې کولو او د بشردوستانه مرستو د دوام په برخو کې مرسته وکړي.
دغه څرګندونې کولای شی په افغانستان کې په موجودو واقعیتونو تمرکز وي.
دغه راز هغه ځینې خبرې کړي، چې په افغانستان کې له موجودو واقعیتونو سره سمون نه لري هغه څرګندونې چې بې بنسټه دي او نه باید په نړیوالو غونډو کې مطرح شي.
د بلاول بوټو د څرګندونو له اړوند د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دریځ څرګند دی او پاکستان ته لارښوونه شوې، چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د شکایت پرځای دوه اړخیزې مسئلې دي د افغانستان له حکومت سره مخامخ مطرح کړي.
د دغه ځوان دیپلومات څرګندونې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په رسمي منصب کې د هغه لومړني کاري تجربه ده کېدای شي د خبرو وړ وي.
هغه په خپل تعبیر او تفسیر سره په افغانستان کې د تروریستی ډلو د فعالیتونو یادونه کړې ده او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې موجود نظام منظم امنیتي ځواک نه لري او په پای کې یې خبر داری ورکړی، چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د نه پاملرنې په صورت کې به افغانستان نه یوازې ګاونډیانو بلکې لوېدیځ ته ګواښ وي، هغه څرګندونې چې په افغانستان کې له واقعیتونو سره سمون نه لري.
واقعیت دا دی چې د افغانستان امنیت د سیمې د نورو هېوادونو څخه ښه دی او افغانستان بل هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی، په افغانستان کې منظم امنیتي ځواکونه شتون لري، چی د امنیت ضد هرې ناوړې پېښې ته د ځواب ورکولو وړتیا لري او د پولو ښه ساتنه کوي.
که چېرې د بوټو هدف په پاکستان کی وروستۍ ناوړې پېښې وي، اسلامي امارت دغه شان پېښې په کلکه غندلي دي.
ښه دا ده چې بوټو د خپل هېواد د ستونزو عوامل چې نوي نه دي په خپله سیاسي جغرافیه کې د هغه جرړی ولټوي.
هغو کسانو ته د افغانستان د خلکو لارښوونې، چې غواړي د افغانستان په ملامتولو سره د خپل هېواد له واقعیتونو څخه وتښتي دا دی، چې په خپلو هېوادونو کې د عامه ذهنونو د تېر ایستلو پرځای د همکارۍ او تفاهم خبرې پیل کړې او که چېرې کومه ستونزه شتون ولري باید هغه د خبرو پر میز مخامخ مطرح او حل کړای شي، نه دا چې د نړیوالو غونډو له تریبونونو څخه استفاده وکړي د ځان په ګټه تبلیغ وکړي او له خپلو نیمګړتیاوو څخه وتښتي.
دا واقعیت دی، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ بې باوري او ناوړه تفاهمات شتون لري کېدای شي په هغو لارښوونو سره چی په نړیوالو اړیکو کې شتون لري، حل شي.
سیاستوال په تېره بیا دیپلوماتان باید د دې پوهه پیدا کړې د پدیدې په ګډون د ستونزو د حل کولو لپاره کومه بله لاره شتون نه لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *