تبصره

د کوکنارو کښت مخ پر کمېدو دی او که پر زیاتېدو ؟

افغانستان اسلامي امارت چې نژدې دوه کاله پخوا د دوهم ځل لپاره د اوږده صلیبي اشغال وروسته د الهي نصرت او بې ساري قربانیو په نتیجه کې د افغانستان پر پاکه خاوره حاکم سو.

مولوي عبدالحق مطيع
ريس سروي و تحليل مواد مخدر
د افغانستان اسلامي امارت چې نژدې دوه کاله پخوا د دوهم ځل لپاره د اوږده صلیبي اشغال وروسته د الهي نصرت او بې ساري قربانیو په نتیجه کې د افغانستان پر پاکه خاوره حاکم سو، د څه مودې تر تېرېدو وروسته امیرالمؤمنین – حفظه الله تعالی ورعاه- د قاطع فرمان په صادرولو سره د کوکنارو د کښت په شمول ټول نشه یي توکې ممنوع اعلان کړل؛ البته د(2022) میلادي کال دکوکنارو کښت چې د فرمان د صادرولو پر مهال په اکثره ځایو کښې دساقې و مرحلې ته رسېدلی وو د یاد فرمان څخه مستثنی وو .
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرایموسره دمبارزې دفتر (UNODC )چې په نړۍ کښې دجرایمو او نشه یي توکو سره دمبارزې د څارنې دنده په غاړه لري خپله یې دسټيلايټ د عکسونو دلاري د کوکنارو د کښت او د تولید معلومولو لپاره سروې په لار واچول چې وروسته یې داسې ادعا وکړل: چې ګواکې په افغانستان کښې د امارت په راتګ سره د کوکنارو په کښت کښې د تېر کال (دجمهوریت ) د کښت د اندازې په پرتله ۳۲٪سلنه زیاتوالی راغلی دی چې همزمان د کورنیو چارو وزارت لخوا ددوی نشر سوي ارقام رد او بې بنسټه یې وبلل او د یاد وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې معینیت یوه اعلاميه د خپلې رسمي پاڼې څخه خپره کړل؛ خو ځینو رسنیو نشرسوي ارقام داسې و ارزول چې ګواکې دغه ۳۲٪سلنه زیادت چې راغلی دا د امیرالمؤمنین –حفظه الله تعالی و رعاه- د فرمان وروسته راغلی دی، دا په داسې حال کې چې دتېر کال شین کښت د فرمان د ممنوعیت څخه مستثنی و.
که په افغانستان کښې د مخدره توکو د کښت شالید ته متوجه سو نو مرحوم امیرالمؤمنین د افغانستان د اسلامي امارت په اول دور حکومت کښې دکوکنارو د ممنوعیت د فرمان تر صادرېدلو وروسته د مخدره توکو د سروې او تحلیل ریاست داسي راپور ورکوي چې د امارت په اول دور حکومت کښې د مشرتابه د فرمان تر صدور وروسته د کوکنارو کښت په ۲۰۲۱کال کې بیخي کم سو په ټول هیواد کښې یواځي پر۸۰۰۰ هکټاره ځمکه باندي کوکنار کرل سوي وه چې هغه هم په سرحدي سیموکې وه خو یاد ارګان چې په ۲۰۱۷ میلادي کال يې د (UNODC ) په ملتیا سروې کړېده نتایج یې داسې بیانوي چې په ۲۰۱۷کال کښې په ټول هیواد کښې پر۳۲۸۰۰۰هکټاره ځمکه باندي کوکنار کرل سوې وه او د هغه وخت پر سر د اقتدار ادارې یاد راپور رد کړی هم نه دی د امارت د تېري دورې څخه بیا تر ۲۰۱۷ کال پوري( ۳۲۰۰۰۰)هکټاره زیادت راغلی دی چې دغه زیادت دا په ډاګه کوي چې دتېري ادارې د سلطې په وخت کې د کاهش پر ځای د کوکنارو او معتادینو د ډېرېدلو لپاره کار سوی دی . خو اوس سروېران او تحلیل ګران په دې اند دي چې په نومبر ۲۰۲۲میاشت کې د مخدره توکو قیمتونه لوړ سوي دي دا ځکه چې په بازار کښې نشه يي توکې ناپیدا او کم یافت دي، کښت ، قاچاق اوپروسس یې دیو لوی ګواښ سره مخ دی او د کم یافتۍ وجه اوعلت یې هم د امیرالمؤمنین -حفظه الله تعالی ورعاه- د نشه یي توکو د ممنوعیت د فرمان صادرېدل دي؛ ځکه نو په قوت ویلای سو چې ذکر سوی حالت د دې وړاندوینه کوي چې ان شاءالله نور په افغانستان کښې د کوکنارو او معتادینو پديده پرکمېدو نه؛ بلکې پر ورکېدو ده او موږ به ان شاءالله تعالی د نشه يي توکو څخه د پاک افغانستان شاهدان سو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *