اخبارافغانستان

د کانګو ناروغۍ دمخنیوی په پارهڅې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی ریاست د مسوولینو له خوا د کانګو وینه بهېدونکې تبې د خپریدو د مخنیوي او کنټرول پروګرام د دغه وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د عمومي ریاست په انګړ کې پرانیستل شو.

په دې برنامه کې د پټۍ له پرې کولو او د پروګرام له پرانیستلو وروسته د حیواني روغتیا رییس ډاکټر احمد مختار محسني د هغو ډاکټرانو په حضور کې چې په مرکز کابل کې د دغه پروګرام په پلي کولو کې ونډه لري، وینا وکړه او ددې پروګرام مهم ټکي، اړینې سپارښتنې او د دې کنټرولي پروګرام غوره پلي کولو لپاره مسوول ډاکټرانو ته اړین معلومات وړاندې کړل.

د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي. له کن څخه د خلاصون غوره خوندي لاره د څارویو او د هغوی د ځایونو درمل شیندنه او په عمومي ډول د حفظ الصحې رعایتول ده ترڅو د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.

د یادولو وړ ده، چې د څارویو درمل شیندنې او د کانګو تبې په هکله د پوهاوي د لوړولو پروګرام به په مرکز کې د کابل ښار په څلورو دروازو او دقربانۍ لپاره د څارویو د ساتلو او خرڅولو لپاره په څلورو ټاکل شوو ځایونو کې ترسره کېږي.

دغه پروګرام د هېواد د ۳۳ ولایتونو په مرکزونو کې هم د حیواني روغتیا د هغو ډاکټرانو له خوا چې مخکې ګمارل شوی دي، په هغو سیمو کې چې څاروي ساتل او پلورل کېږي، په لاره اچول کېږي.

د دې پروګرام ټول تجهیزات او اړینې توکي لکه دکنې ضد درمل، پوسټرونو او بروشرونه به ډېر ژر د هېواد ولایتونو ته ولېږدول شي.

د ترتیب شوي پلان له مخې، پورتني پروګرام په مرکز کې ۱۰ ورځې او په ولایتونو کې ۵ ورځې دوام کوي او د عرفې له ورځې مخکې پای ته رسېږي او د اړوندو پوسټرونو او بروشرونو وېش په ۱۰ او ۵ ورځنۍ پروګرامونو کې شامل دي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *