سیاسیمقالات

 د غور جام منار فرهنګي او تاريخي لرغونتيا!

 نوري

د غور جام منار د فرهنګي او تاريخي لرغونتيا په لرلو سره د نړۍ په بډايو اثارو او ابدو کې ځای لري. دغه تاريخي ابده د غوريانو د واکمنۍ پرمهال د بريا د سمبول په توګه جوړه شوې، چې ۶۴ متره لوړوالی لري. د تېرو تپل شويو جګړو د دوام له امله بيارغاونې ته يې دومره پاملرنه نه وه شوې، خو د ورستيو سېلابونو له امله ورته ډېر تاوان رسېدلی، که بيا رغاونې ته يې پاملرنه ونه شي، کېدای شي ونړېږي او يا نور زيانونه ورته پېښ شي. د غور جام منار د غوريانو د دورې د تمدن او فرهنګ يوه ځلانده بېلګه شمېرل کېږي. په دې وروستيو کې د نړۍ مطبوعاتو د غور جام منار ته د ورستيو سېلابونو له امله د رسيدلي تاوان په اړه رپوټونه خپاره کړي او د يونسکو نړيوال سازمان پاملرنه يې ورته را اړولې ده. له نېکه مرغه، چې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم خپل پلاوی غور ته لېږلی دی. د دغه وزارت د تاريخي ابداتو د ساتنې او رغونې رئيس محمد حسيب نسيمي او د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم ويلي«‌ ډېر ژر به د منار څنګ ته د سيند پاک کاري او دغه راز د سېلابونو له امله د ياد منار سطحي ويجاړ شوي ځايونه ترميم او د ساتنې لپاره به يې اړين توکي هم جوړ شي». د غور منار۸۲۹ کاله مخکې جوړ شوی دی. مخکې له سېلابونو هم د غه منار ښه وضعيت نه درلود، خو کله، چې بارانونه او سيلابونه ډېر شول ورته ډېر زيان ورسېد. په اوسني افغانستان کې د غوريانو واکمني ډېره غښتلې وه، موږ چې د غور جام ته نظر واچوو دا ښيي، چې غوريانو د فرهنګ او تمدن بډاي کولو ته ډېره پاملرنه اړوله. ډېر نور تاريخي او فرهنګي اثار په غور کې شتون لري، چې د هغو رغولو او ساتنې ته هم پاملرنه په کار ده. که د تاريخ پاڼې واړوو د غور د خلکو مقاومت او سر ښندنې د پرديو يرغلګرو پر وړاندې، چې زموږ فرهنګ او تمدن يې له مينځه يوړه د وياړ وړ دي. د غور ډېر فرهنګي او تاريخي اثار له يرغلګرو سره په جګړو کې له منځه تللي او اوس لږ تاريخي ابدې پاتې شوي دي. موږ له نوې ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخيستنې سره کولی شو د غور وران شوي او ويجاړ شوي اثار بېرته ژوندي کړو او د کورنيو او بهرنيو سېلانيانو ليدلو ته يې وړاندې کړو. سر بېره پر دې زموږ هغه ځوانان،چې د لرغونپوهنې او تاريخ برخو کې لوړې زده کړې کوي د تاريخي اثارو او اسنادو په توګه ترې ګټه پورته کولی شي. د تاريخ د روايت له مخې په هند کې د قطب منار هم د غور له منار څخه الهام اخيستل شوی دی. په غزني کې هم ورته منارونه شتون لري، چې د هغو د بيارغاونې لپاره هم بايد اقدام وشي، چې د طبيعي آفتونو له خطر څخه خوندي شي. د غور جام منار په ګاونډ کې د پخوانيو خلکو خټين لوښي موندل شوي او که کيندنې وشي نور آثار به هم لاسته راشي. کله، چې د چنګيز لښکرو پر خراسان يا اوسني افغانستان يرغل وکړ غوريانو د چنګېز له لښکرو سره ډېرې خونړۍ جګړې وکړي، چې ټول غور وران او تر نيمايي خلکو پورې په جګړه کې شهيدان شول. اوس کله نا کله،چې کيندنې کېږي د ځمکې له لاندې پخواني لوښي پيدا کېږي، چې د فرهنګي او تاريخي ارزښتونو له پلوه بډای اثار شمېرل کېږي. د ملګرو ملتونو سازمان ويلي، چې « افغانستان د نړۍ د زيان منونکو هېوادونو په شپږم قطار کې ځای لري، چې د اقليمي بدلون له پلوه متاثره کېږي او د طبيعي آفتونو پر وړاندې ډېر کمزوری دی ». ټول په دې پوهېږي، چې افغانستان د کابو څلور نيمو لسيزو جګړو له امله ډېر زيانمن شوی او د طبيعي پېښوو پر وړاندې يې امکانات لږ دي، خو بيا هم د فرهنګي او تاريخي آثارو رغولو او ساتنې ته يې وردانګلي دي. يونسکو سازمان او ايسيسکو اسلامي سازمان،چې افغانستان يې هم غړی دی دنده لري، چې د افغانانو مرستې ته ور ودانګي او لاسنيوی يې وکړي. د افغانستان فرهنګي او تاريخي آثار يوازې پر افغانانو پورې تړاو نه لري؛ بلکې د نړۍ د فرهنګ او تمدن يوه برخه ده. همداسې د نورو هېوادونو فرهنګي او تاريخي اثار له خطرونو خوندي کول هم د يونسکو دنده ده، چې د زيان رسېدو پر مهال رغاونې او ساتنې ته يې ور ودانګي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده لري، چې د غور جام منار اساسي رغاونې لپاره لاس په کار شي؛ ځکه په راتلونکو کلونو کې هم سيلابونه تخريبات او و يجاړۍ منځته راوړلی شي. که چېرې دغه منار د انجنيري ستندردونو او معيارونو په پام کې نېولو سره ورغول شي د راتلونکو خطرونو او سېلابونو څخه به خوندي پاتې شي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *