صحتمصاحبه

په شیخ زاید روغتون کې هره اوونۍ له ۷۰ ډېر لوی عملیاتونه تر سره کېږي

انیس: دا چې د افغانستان نفوس ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی ځیني هیوادوال وایي، چې په تېرو کلونو کې د عامې روغتیا په برخه کې څومره چې اړین وو کار نه دی تر سره شوی، خو دوی د اسلامي امارت له راتګ سره له کارونو خوښ برېښي او له حکومته غواړي چې لا دې برخې ته پاملرنه وکړي او خدمات دې نور هم معیاري کړي.

د شیخ زاید نیورو ساینس روغتون سرطبیب او د جراحي اعصابو متخصص ډاکټر محمد انور ابراهیمي د انیس ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې وویل: په شیخ زاید نیورو ساینس روغتون کې په یوه اونۍ  کې له (۷۰) څخه زیات لوی عملیاتونه د تجربه لرونکو او متخصصو ډاکټرانو لخوا په بریالي توګه سرته رسېږي.

ښاغلی ابراهیمي وایي، چې د شیخ زاید نیورو ساینس روغتون په هېواد کې یوازینی د اعصابو روغتون دی چې هر ورځ تقریباً د ۴۵۰څخه زیات ناروغان مراجعه کوي او د ۱۶۰ بستره ظرفیت لري.

نوموړي روغتون ته د هېواد د مختلفو ولایتونو او لرې پرتو سیموڅخه ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.

هغه وایي، چې د شیخ زاید نیورو ساینس روغتون کې د سیتي سکن ماشین، ډیجیټل ایکسرې، ایکورو ګرافي، تلویزوني معاینات، بشپړ لابراتواري معاینات، مجهزې عملیات خونې چې ټول د عملیاتو وسایل په روغتون کې شتون لري.

د یاد روغتون سرطبیب وایي، که چېرته د عامې روغتیا وزارت او اسلامي امارت مشران یاد روغتون ته مالي امکانات په واک کې ورکړي د روغتون ټولې ستونزي به حل شي. ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه، چې نوموړي روغتون ته معمولاً هغه ناروغان راځي چې د پایوازانو لخوا روغتون ته راوړل کېږي، چې د عصبي سیستم ستونزه ولري د بېلګې په توګه د مغزو سکته، مغزي خونریزي، د سر تومورونه، ستون فقرات، د ملا د تۍر ماتېدل، ملا د تیر او حرام مغز تومورونه، هغه ناروغان چې د لاسونو او پښوعصبي سیستم یې قطع شوی وي او داسې ناروغان چې د ترافیکي پېښو له امله ورته ستونزه پیداشوې وي په روغتون کې د تداوۍ په موخه د درملنې لاندې نیول کېږي.

دی وایي، چې افغانستان په نړۍ کې وروسته پاتي هېواد دی او اساسي وجه یې د څو لسیزو د پردیو یرغلونه و، چې هره برخه یې زیانمنه کړې ده، نوموړي د سرطان ناروغۍ د عواملو په اړه داسې وویل، چې د بهرنیو په واسطه کارول شوي بېلابېلې شعاګانې، بمونه، باروت د موبایل استعمال، د دواګانو غلط کارول او مختلفې روحي او جسمي ضربې د سرطانونو غټ لاملونه دي.

ډاکټر محمد انور زیاته کړه، یو شمېر ناروغان مو نورو هېوادنو ته د درملنې لپاره ځي چې په هېواد کې مو ځینې طبي وسایل او شعاوې نشته دي چې په نوموړي وسایلو باندې زیات مصرف راځي، امید لرو چې په راتلوونکي وخت کې دا تشه به هم پوره شي. همداشان په راتلوونکي وخت کې د نورو پلانونو ترڅنګ داسې کړندلاره په لاره اچوو چې د روغتون ټولې برخې په برښنایي شکل سره ونښلول شي تر څو د ناروغانو ټول معاینات د هر چا لپاره د لیدو وړ وي

متخصص ډاکټر زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له مشرانو څخه مو هیله دا ده چې شیخ زاید روغتون ته ځانګړي پاملرنه وکړي، ځکه چې نوموړي روغتون د هېواد په سطحه روغتون دی او د هېوادوالو ګڼه ګوڼه زیاته ده؛ اوسمهال ۱۶۰ بستره لرو چې دا کفایت نه کوي، نو غوره داده چې روغتون ساختمان او تشکیل ته پاملرنه وشي، ودانۍ ورته جوړه شي او تشکیل یې پراخه شي او بل دا چې په ولایتونو کې د شیخ زاید روغتون ته ورته روغتونونه جوړ شي تر څو هېوادوالو ته معیاري خدمات وړاندې شي او د ټولو خیریه داخلي او بهرنیو موسساتو څخه مې دا غوښتنه ده چې روغتون سره په هره برخه کې همکاري وکړي.

د نورستان ولایت څخه یو ناروغ پایوازې بسم الله وایي د انیس ورځپاڼې خبریال سره په خبرو کې وویل، چې ډېر خوښ او خوشحاله یم چې ناروغ عملیات مې په خپل هېواد کې په بریالۍ توګه وشول، نوموړي زیاته کړه د روغتون ټول صحي پرسونل وخت پر وخت د ناروغانو کتنه او معاینات کوي او مونږ ترې خوشحاله یو.

شیخ زاید روغتون په ۱۳۹۶ کال د قطرهېواد د شیخ زاید بنیاد لخوا دوه پوړیزه ودانۍ جوړه شوه، چې د وخت حکومت او د عامې روغتیا وزارت لخوا جراحي اعصابو او داخله اعصابو ناروغانو د درملنې لپاره پرانیستل شو چې تر اوسه پورې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

سمیع الله مومند

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *