جهان

میکو ساوولا:  فنلنډ به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي

د فنلنډ د دفاع وزیر وايي هېواد به یې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړي او دې ته به منتظر پاتې نه شي چې ترکیه یې په دې ټلواله کې د ګاونډي سویډن غړیتوب ته اجازه ورکوي که نه.

د فنلنډ د دفاع وزیر وايي هېواد به یې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړي او دې ته به منتظر پاتې نه شي چې ترکیه یې په دې ټلواله کې د ګاونډي سویډن غړیتوب ته اجازه ورکوي که نه. میکو ساوولا د مونشن امنیتي غونډې په څنډه کې اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته وویل، فنلنډ دا هیله لرله چې له سویډن سره یوځای د ناټو غړی شي، خو د هغه په وینا که ترکیه څرنګه چې خبرداری یې ورکړی، په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني او د سویډن غړیتوب رد کړي، نو د فنلنډ پرېکړه به د دې پروسې مخه ونه نیسي. فنلنډ او سویډن پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه، خو د ناټو غړې ترکیې ویلي، د سویډن غړیتوب به په دې شرط ومني چې دا هېواد هلته پر دېره کرد مخالفو ډلو فشار راوړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *