اجتماعی

د طبیعي پېښو له کبله ۸ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې يوازې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله اته کسان مړه او ١٦ نور ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې يوازې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله اته کسان مړه او ١٦ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د مرکز فیض اباد د دشت قرغ اوسېدونکی عبدالواحد وايي چې کور يې د سختو اورښتونو او زلزلې له امله په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

نوموړي وېيلي چې اوس خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د وران شوي كور په يوه برخه كې ژوند كوي او له دولت او خيريه موسسو مرسته غواړي.

هغه وویل: «یو کور مې درلود چې د بارانونو او زلزلې له امله ویجاړ شو او نور په کې ژوند نه کېږي. یوه تهکوي لرم چې په کې مې پرده وهلې او هملته ژوند کوم. زه غواړم راسره مرسته وشي.»

په ورته وخت کې د بدخشان ولایت ځينې اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د واورې ښويېدنې او زلزلې له امله خلکو ته ډېر زيانونه اوښتي او بايد ورسره مرسته وشي.

په بدخشان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ته وېیلي چې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه ولایت کې د اورښتونو او زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.

احمدي وایي: «په تېره یوه اونۍ کې په بدخشان کې د طبیعي پېښو او د واورې ښویېدو له امله د راغستان، شغنان، درایم او پنج ګانه درواز ولسوالیو کې زمونږ شاوخوا ۲۴ تنه هېوادوال له منځه تللي او د بدخشان په مرکز کې د سختې زلزلې له امله يو شمېر کورونه ويجاړ شوي دي.»

روان سوړ ژمي افغانان له ډېرې قحطۍ سره مخ کړي هم دي. په همدې حال کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په یوه ویډیويي پیغام کې وړمه ورځ وېیلي چې په تېرو دوو ورځو کې د بدخشان په ګډون په فراه، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې خلکو ته د طبیعي پېښو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د یاد وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په دې اړه وېیلي: «د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې د سلواغۍ له ۲۷ نېټې را په دې خوا، د واورې ښویېدنې، طوفانونو او کورونو ویجاړېدو له امله په بدخشان، فراه، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. ۵۰ کورونه په بشپړ ډول او ۱۳۸ کورونه په جزوي ډول، ویجاړ شوي دي او ۱۵۰ څاروي له منځه تللي دي.»

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د د دولت وزارت له نړیوالې ټولنې، مرستندویه بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له قربانیانو سره د بشري قوانینو له مخې مرسته وکړي.

له طبیعي پېښو زیانمنې شوې کورنۍ هم له حکومت، نړیوالې ټولنې او مرستندویه موسسو، د دوی په خبره د ژمي له سړو د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره، د اړینو مرستو غوښتنه لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *