اسلامیمقالات

سلام د اسلامی تهزیب رسا نښه ده

لیکنه: مولوي احمدالله مرتاض

سلام په اسلام کې ستایلی عمل دی چې په اړه یې صریح ایاتونه او احادیث موځود دې،

الله تبارک وتعالی ویلې دې:

ژباړه: کله چې تاسو ته سلام وویل شې نو تاشې ورته په (بالمثل) یا هم تر سلام ښه (ځواب) ووایاست- سورةالنساء ۸۶

مثلا: سلام ویونکې وویل: السلام علیکم

ځواب ورکوونکی اختیار لرې یادې ووایې: وعلیکم السلام یا دې ووایې: وعلیکم السلام ورحمةالله،

سلام په اسلام کې مسنون او ماځور عمل دی چې دینې ارشادات ور باندې خورا ټینګار کوې

رسول علیه السلام ویلی دې: ژباړه: داشې عمل در ونه ښیم که یې تاسی وکړی نو مینه به مو سره پیدا شې(هغه دا چې:) خپلو منځو کې سلام عام کړئ  رواه مسلم

سلام باید د السلام علیکم ورحمةالله په لفظ وویل شې او ځواب یې په وعلیکم السلام ورحمةالله سره وشې

د سلام ادب دادی چې: روان یې ولاړ،کشر یې مشر، سپور یې پلې، یو یې ډېرو ته ووایې خو د ډېرو لخوا یوازې د یوه  ځواب کافې دی

سلام سنت دی خو ځواب یې واجب دی د سلام او ځواب پر وخت باید ږغ دومره لوړ وې چې مقابل طرف یې واورې،

په لاندې وختونو کې باید سلام ونه ویل شې:

کله چې خلک ډوډۍ خورې، لمونځ کوې یا هم پر اودس ماتی  ناست وې

پیغمبر (ص) ویلې دې: څوک چې سلام اول ووایې هغه له کبر پاک دی؛

د سلام اقسام درې دې یو هغه سلام دی چې د کور پر دروازه وویل شی تر څو د کور مالک خبرشی او د ننوتلو اجازه وکړې، دویم هغه سلام دی چې خلکو ته د ملاقات پر مهال ویل کېږې دریم د رخصت پر وخت ویل کېږې،

دغه راز سلام د بشرې ټولنې د افرادو تر منځ مینه او الفت راولې او خلک سره نژدې کوې،

څوک چې له د بهره خپل کور ته دننه کېږې باید اول سلام ووایې سلام د یمن او برکت سبب ګرځې سلام د اسلامې تهذیب او دروند ثقافت یوه رسا نحښه ده مسلمانان باید د خپل هویت دغه واضح نښان په ټینګه وساتې

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن