اخبارگزارش

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت: د طبیعي پېښو تر خطر لاندې کورنۍ دې له موږ سره همغږې شي

انیس:وروستیو ورښتونو په افغانستان کې په ځانګړې توګه د شمال ځینې سیمې ته زیانونه واړول، چې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره یې هم نږدې ۹۵ ته رسېدلې ده.

سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنې کوي، د حکومت، سوداګرو او ګڼو افغانانو ترڅنګ د بهرنیو هېوادونو خلکو هم ځینې مرستې کړې دي، چې ویل کېږي دا مرسته بسنه نه کوي او دغه سېلاب ځپلي لا زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملاجانان سایق د هېواد ورځپاڼې خبریال ته وویل چې مخکې له دې سېلابونو مو نږدې ۴ سوه زره کسانو ته عامه پوهاوی ورکړی و، چې د طبیعي پېښو ترخطر لاندی سیمو مه اړوئ او له اړوندې ادارې سره مو ستونزه شریکه کړئ هغه وویل: په خونری ځای کې کورونه جوړ کړئ، که مو اوسنی کورونه ترخطر لاندې وي، نو له موږ سره رابطه وکوئ، چې موږ کوشش وکو له موسساتو سره په همکارۍ الته ایستنادي دیوالونه ووهو یا یو بل بندوبست ورته وکړ.

فکر خاوند او اقتصادي شنونکي تاج محمد تمکین د انیس ورځپاڼې خبریال ته په استول شوي پیغام کې وویل چې د یو هېواد په اقتصاد باندې عموما زیات فکټورنه دي، چې مثبت یا منفي تاثیر غورځوي، چې ځیني له هغو یې سیاسي، اقتصادي او طبیعي افتونه دي؛ نوموړی زیاتوي: سېلابونه یا افتونه د یو هېواد اقتصاد ته ډېر ستر زیان رسوي او همدا شان له اقتصادي بحران سره یې مخامخ کوي، نو په همدې اساس په افغانستان باندې هم چې دغه په مختلفو ولایتونو کې د زیات اورښت له امله سېلابونه راغلې دي، د خلکو اقتصاد یې زیانمن کړی او، زراعتي برخه یې زیانمنه کړې ده، نو د پېښو په وړاندې د چمتووالي اداره باید کاملا هڅه وکړي، چې دغه تلفات چې هېوادوالو ته رسېدلي ، ورسره مرسته وکړي او همدا شان د امکان حده دې کوشش وشي، چې په راتلونکي کې د دغسې پېښو د رامنځته کېدو په وخت کې له حکومت سره کافي امکانات موجود وي، چې خلکو سره په وخت مرسته وشي او د هغوی اقتصادي جبران هم ترسره شي.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *