اخبارافغانستان

د زابل سېندیزې حوزې ارزونه وشوه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې زابل ولایت ته په سفر ولاړ او د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي محب الله حماس سره یې په کتنه کې په یاد ولایت کې د اوبو او انرژئ په برخه کې د روانو پروژو د وضعیت او د نویو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه. همدارنګه، د اوبو او انرژئ سرپرست وزیر د زابل سیندیزې فرعي حوزې د لیدنې پر مهال د یادې حوزې له رئیس او کارمندانو سره وکتل او د یادې حوزې اړوندو پروژو چارو د څرنګوالي پرمخ وړلو او راتلونکو پلانونو چمتو کولو په هکله یې لارښوونې وکړې. د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژئ سرپرست وزیر د یاد سفر په ترڅ کې د امیرالمومنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د قبر زیارت ته ولاړ او د هغه روح ته یې دعا وکړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *