افغانستان

د پارون – اسعد اباد لويې لارې د پاکولو چارې جريان لري

سږ کال د نورستان ولايت د تېرو څو کلونو په پرتله د زياتې واورې شاهد و، د نورو سرکونو سربېره د پارون اسعداباد ترمینځ سرک څخه د واورو د پاکونې او د سرکونو د خلاص ساتلو په موخه د ټولګټو چارو رياست ته وخت پر وخت د سرکونو د مراقبت او پاک کارۍ لارښوونه شوې وه. د نورستان د ټولګټو ریاست له لورې یې د پاکیدو چارې وخت پر وخت ترسره شوي دي .

د وروستيو ورځو سختو واورو وروسته هم لار په عادي ډول خلاصه ساتل شوې او د پاک کارۍ چارې دوام لري.

د دغې لارې موټر چلوونکي او مسافر د دغه ګام هرکلی کوي او زیاتوي چې  د یادې لارې په صفایې سره یې په تګ راتګ کې اسانتیا رامینځ ته شوې ده .

نورستان د هیواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې هرکال د ژمي په موسم کې پکښې سختې واورې وریږي، چې کله کله یې د فرعي لارو ترڅنګ عمومي لارې هم بندیږي ،خو د اسلامی امارت په راتلو د دغې ولایت ادارې په خپلو چارو کې د ګړنديو کړنو له امله لارې خلاصې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *