په لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه
د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونه د کورنیو چارو وزارت د معینانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس او نورو مسوولینو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونه د کورنیو چارو وزارت د معینانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس او نورو مسوولینو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.
دغه غونډه چې په همدې موخه د پل علم ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سربېره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مومند، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالانو، د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد، د ګڼ شمېر دولتي ادارو مسوولینو او ځوانانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مومند په لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرانیستل د سوداګرو او پانګوالو لپاره یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د دغه خونې پرانیستل به د یاد ولایت د خلکو د اقتصاد په وده او صادراتو زیاتوالي کې خورا مهم رول ولوبوي.
مومند د خصوصي سکتور د ملاتړ له امله د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه او د لوګر له پانګوالو او سوداګرو یې وغوښتل، چې له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د لوګر اوسېدونکو ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پرانیستلو د مبارکۍ ترڅنګ، له خصوصي سکتور څخه ملاتړ او د پانګوالو لپاره د یوه بنسټ رامنځته کول د حکومت له لومړیتوبونو څخه وبلل او ویې ویل، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرانیستل د خلکو د اقتصاي کچې په لوړولو کې خورا مهم رول لوبوي.
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د حکومت رهبري به د بې کارۍ له منځه وړلو، اقتصادي ځان بسیاینې او د سترو پروژو پلي کول په ځانګړې توګه د ځینو کانونو قرارداد مهم پلانونه لري، چې په راتلونکو ورځو کې به یې شاهدان واوسو.
په همدې حال کې د لوګر د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس مولوي محمد یعقوب د دغه ولایت سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې دوی ته به د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې جدي کار وکړي او خپل ورسپارل شوی مسوولیت به په پوره ایماندارۍ ترسره کړي.