ادب

پښتو ضمیرونه 

د غښتليو او کمزورو ملکي نومځرو ترمنځ هم دا توپير شته دى: 

وروستي برخه

استاد اجمل ښـکلی

د غښتليو او کمزورو ملکي نومځرو ترمنځ هم دا توپير شته دى:

– زما کور سوځي.

– زما کور سوځي.

پلوي نومځري (را، در، ور) هم دا توپير پېښوي، چې که پر ضمير فشار نه وي، پکار ده، چې له اوستربل سره (را، در، ور) وکارېږي. د کومې مخابراتي شبکې اعلان دى، چې سمه بڼه يې داسې ده:

– په هر ځاى کې له تاسو سره دى.

– هر ځاى درسره دى.

د کمزوري ملکي او ګډ(اشتراکي) ضمير ترمنځ هم توپىر شته دى، چې که فشار و، اشتراکي او چې نه وي، کمزورى ملکي ضمير کارېږي:

–       خپل کار دې کوه.

کار دې کوه.

په لومړۍ بېلګه کې پر (خپل) فشار دى او په دويم بېلګه کې پر (کار) فشار دى، چې د پاسنۍ او لاندنۍ جملې ترمنځ يې مانيز توپير راوستى دى.

د ضميرونو ترمنځ دې توپير ته ځيرمن ليکوال ځير وي، ځکه چې اختلاط يې مانيز زيان لري او ليک مصنوعي کوي. په داستاني ادب کې-چې طبيعي ژبه حتمي ده- دې توپير ته کتل پکار دي.

د کمزورو او غښتليو ضميرونو کارونه پر همدې موخنوت او فشار ولاړه ده، چې توپير يې ډېر سخت کار نه دى.

بل د کمزور ضميرونو د ځاى(موقعیت) خبره ده، چې ځينې ليکوال ورسره ستونزه لري.

کمزوري ضميرونه (مې، دې، يې او مو) په جمله کې تر خجن(فشاري) ټوک-چې غښتلى فشار لري- جوخت وروسته راځي:

– شاعر مې وليد.

په پاسنۍ بېلګه کې د جملې زورور فشار پر (شاعر) دى؛ ځکه (مې) تر شاعر جوخت وروسته راغلى دى. د ساده کلمې(شاعر) پرځاى چې په جمله کې ترکيب يا نوميزه فقره وي او فشار پرې راغلى وي، کمزوري ضميرونه په دې پسې راځي:

ليکوال او شاعر رابندر نات ټاګور مې وليد.

په دې جمله کې د (شاعر) ځاى (ليکوال او شاعر رابندر نات ټاګور) نيولى دى او کمزورى ضمير ورپسې راغلى دى.

مې، دې، يې او مو کمزوري ضميرونه غبرګ يا دوه هم راتلاى شي؛ خو درېواړه په يوه جمله کې نه وي. دوه چې راشي؛ نو په ترتيب سره لومړى د لومړي شخص، بيا د دويم او بيا د درېيم شخص کمزورى ضمير وي. مثلا لاندې په لومړۍ جمله کې د لومړي او دويم شخص دوه کمزوري ضميرونه، په دويمه کې د لومړي او درېيم وګړي او په درېيمه کې د دويم او درېيم وګړي کمزوري ضميرونه غبرګ راغلي دي، چې اوډون(ترتيب) يې داسې دى:

– پلار  مې دې وليد: ستا پلار مې وليد يا زما پلار دې وليد، دواړه ماناوې لري؛ خو په جوړښت کې يې توپير نه راځي.

-پلار مې يې وليد: دا هم د تېر غوندې دوه ماناوې لري، زما پلار يې وليد يا د هغه پلار مې وليد؛ خو جوړښت يې نه بدلېږي.

-پلار دې يې وليد: دا هم دوه ماناوې لري؛ خو جوړښت يې يو شى دى.

په مطلقه بڼه کې چې فعل يواځې وي؛ (مې، دې، يې او مو) د فعل منځ ته يا د مطلقيت د وروستاړي يا مخکړ او د فعل د ولۍ(ريښې) ترمنځ راځي:

ومې وليد. ومې خوړ، را يې ولم. کې دې ناوه، پا يې څوم. را مې ووست. پورې دې ايست.

پر کمزور ضميرونو سربېره چې (خو، به، هم او نه) وي او جمله پر فعل سربېره نور توکي هم راونغاړي؛ نو دا توکي د (مې، دې، يې او مو) کمزورو ضميرونو غوندې په خجن ټوک(جز) پسې جوخت راځي او ترتيب يې په دې ډول وي:

-ليکنه خو به يې ونه ګورم.

-ليکنه به يې هم وګورم.

په ځانته مطلق فعل کې يې هم دا ترتيب دى:

وخو مې نه ليد، وخو به يې نه وينم. رابه يې هم ولم، پا خو به مې نه څوې، پورې خو دې نه ايست، کې خو به يې نه نوې، وبه دې نه خوري؟ را خو به دې نه کاږي، بو خو دې نه ځي؟

په استمراري بڼه کې کمزوري ضميرونه او (خو، به، هم او نه) په فعل پسې خوخت وروسته راځي:

وينم يې، تړم به دې، سوځوم خو دې نه، پاڅوم به دې هم، کېنولئ خو مو نه، خوړلې خو مې نه، خورم خو دې نه.

نو په جمله کې (مې، دې، يې او مو) کمزوري ضميرونه تر خجن(د فشار تر څښتن) جز وروسته راځي او په مطلق فعل کې چې ځانته وي، د فعل منځ ته غورځي او په ځانته استمراري فعل کې جوخت وروسته راځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن