اجتماعی

ځوانان یعنې د ټولنې غښتلی ځواک  او بیسارې پانګه 

ځوانان په واقعیت کې د ټولنې د راتلونکې جوړونکي او له هره پلوه سمبالوونکي دي، ځکه همدغه ځوانان په حقیقت کې د هرې ټولنې کارنده، رښتینې او غښتلی ځواک او بیسارې پانګه بلل کېږي، ځوانــان د ټولنــې بنيادي ځــواک او د ملا د تير حيثيت لــري، دوی د هيواد په پرمختګ او ترقۍ کې اساسي رول لري. ځوانان د ټولنې مټې دي، دوی کولی شي له خپل فزيکي قوت او اســتعداد څخــه په ګټــې اخيســتنې سره د خپــل ګران او محبوب هيواد راتلونکې روښــانه کړي او خلک د جهل له تياروڅخه وژغوري. ځوانان په تعليمي، ســپورتي، تجارتي، صنعتي، زراعتي، د بيارغونې او دهيــواد ســاتنې او دفــاع په ډګرونــو کې بايد مخکښ وي، خپله وړتيا فکري او فزيکي قوت پــه کار واچــوي، خپله وړتيا، اســتعداد او مېړانه ثابتــه کړي، د خپل کنډر کنډر هيواد چې د ټولو افغانانــو ګډ کور دی جوړونه، ســاتنه او پرمختګ د دوی دنده او مسئوليت دی…

پردې بنسټ د هیواد په سترو تصمیم نیونو کې د ځوانانو ونډې ورکولو ته پاملرنه، د ځوانانو د بالقوه ځواکمني او ظرفیت لوړول او د دوئ مسلکي وړتیاووته ارزښت ورکول ډېر اړین دی، پردې اساس زمونږ په ټولنه کې د ځوانانو رغنده رول ته باید تل په درنه سترګه وکتل شي او تل یې مثبتو خوځښتونو او نوښتونو ته ارزښت ورکړای شي ترڅو په دې توګه دوئ  لا وهڅېږي چې د خپل فکري وړتیا او رغنده استعدادونو څخه په استفادې ورځ تربلې د ګران هیواد د پرمختګ له پاره پرنویو نوښتونو او خوځښتونو لاس پورې کړي، له شک پرته چې د هیواد قدرمنوځوانانو په مختلفو برخو کې چې دوئ ته زمینه مساعده شوې له ځانه یې نوښتونه او وړتیاوې ښودلي، ځکه چې افغان ځوانان ډېر نوښتګر دي او اړتیا ده چې تل د دوئ نوښتونو ته د قدر په سترګو وکتل شي او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لورې  باید په دوامدار ډول نوښتګر ځوانان تل وهڅول شي او دوئ ته لازم امکانات په واک کې ورکړل شي ترهغه چې په مختلفو برخوکې په خپلو ګټورو نوښتونو د ګران هیواد د ترقي او پرمختګ سبب وګرځي او دا نوښتګر نسل له پخوا څخه زیات پیاوړی شي، پرځوان نسل باید پانګونه وشي او دا پانګونه به دعمل په برخه کې بې له شکه چې مثبتې  پایلې ولري.

البته په ټوله کې باید وویل شي اوس مهال زمونږ هغه شمیر ځوانان چې له تحصیلې بنسټونو څخه فارغ کېږي د خپلومسلکي  وړتیاوو پراساس دوئ ته دندې نه پیداکېږي بلکې ډیرې خو یې د بیکارۍ او وزګارتیا له امله پردیو ملکونو ته د مهاجرت ستونزمن ژوند ته مخه کوي …، البته دا یورښتینې واقعیت دی چې ځوانان د ټولنې یوه داسې سرمایه او پانګه ده، که د پرمختګ له پاره سره لاسونه یو کړي نو په مختلفو برخو کې د سترو بدلونونو لامل ګرځېدلی شي، په ځانګړي توګه هغه ځوانان چې د عصري او دیني علومو په ګاڼه سمبال دي، نوله شک پرته دوئ کولای شي خپل واقعي ارزښت په ټولنه کې و پیژني او هغه مسوولیتونو ته متوجې شي چې په دوئ پورې اړه لري او په ټولنه کې د یو مخلص او رښتیني خدمتګار او خیرخواه انسان په توګه دندې ترسره کړي، نوپه دې ډول د ټولنې د ستر پرمختګ سبب کېدای شي، ځوانان په حقیقت کې د هرې ټولنې ځواکمنتیا ده او دوئ د خپلو ځواکمنو مټو په قوت او دقوي استعدادونو او وړتیاوو په لرلو سره کولای شي د ټولنې د پرمختګ سبب شي، نو دټولنې  د وګړو سترګې هم تل د ځوانانو د مثبت اقدام، کارنده نوښت او خوځښت په لورې دي، بنأً ځوانانو ته ضروري ده چې په ټولنه کې خپلې ورسپارل شوي مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي او تل باید په دې هڅه او هاند وي، چې ځانونه له هرراز اخلاقي انحرافاتو، مخدره توکو او دخانیاتوڅخه په امان کې وساتي او هم باید په ټولنه کې نور وګړي چې په دغو ستونزو اخته وي د هغوئ مخه دې هم ونیسي او په دې ډول خپل اسلامي او انساني وجیبه ترسره کړي ترهغه چې په راتلونکي کې ټولنه له هرراز بدمرغیو څخه وژغورل شي، د ترقي اوپرمختګ په لور ورځ تر بلې مخ په وړاندې لاړه شي.

بنأً د یو ستر لومړیتوب په توګه ډېره اړینه او ضروري بریښي چې د ځوانانو وړتیاوو ته باید جدي او هر اړخیزه پاملرنه وشي ترهغه چې د ځوان نسل د پوهنیزو وړتیاوو، نوښتونو او خوځښتونو په لړ کې ګران افغانستان او جګړه ځپلی پتمن ولس له شته هرراز ستونزو او کړکېچونو څخه وژغورل شي، د ترقي او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي او له امله یې په راتلونکي کې په ټولیزه توګه ټول افغانان په خپل پلرني ټاټوبي کې له هوسا او بسیا نیکمرغه ژوند څخه برخمن شي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *